امنیتي چارواکو ته انلاین پېغور: "کابل نا امنه دی"

په افغانستان کې د خواله رسنیو کاروونکي له څو ورځو راهیسې "کابل امن نه دی" هشټک په کارولو سره افغان امنیتي بنسټونو او په ځانګړي ډول د کابل امنیتي حوزو ته پېغورونه ورکوي.

د خواله رسنیو کاروونکي د کابل په کوڅو او سړکونو کې د بېلابېلو جنايي پېښو انځورونه خپروي او له امنیتي ادارو غواړي چې امنیت ټینګ کړي او د دوی سر او مال خوندي کړي.

د خواله رسنیو کاروونکو په وینا په کابل کې له لمر لوېدو وروسته، پر سړکونو او کوڅو کې وسلوال کسان ولاړ وي او له دوی پیسې، موټر، تیلیفون او هر بل څه چې په لاس ورشي، اخلي.

په کابل کې د جنايي پېښو ډېرېدو په غبرګون کې د کابل پولیسو وايي، لاس تر زنې نه دي ناست، بلکې په تېرو دوو اونیو کې یې تر ۱۰۰ ډېر مجرمین نیولي دي.

خو د ولسمشرمحمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د دوی هڅي کافي نه بولي او وایي، د جنایي جرمونو مخنیوي اوسنۍ تګلارې ته دې له سره کتنه وشي.

په دې اړه په خواله رسنیو کې پرله پسې شکایتونه د ملي یووالي حکومت شریک عبدالله عبدالله هم اړ ایست چې پر امنیتي ادارو غږ وکړي.

نوموړي د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې له امنیتي چارواکو په کابل کې د جنایي جرمونو مخنیوي غوښتنه وکړه.

د ښاغلي عبدالله تر څنګ پرون په ولسې جرګه کې هم د ډېری وکیلانو د ژبې پر سر په کابل کې د جنایي پېښو د ډېرېدو خبره وه.

د دوی له ډلې یې د هلمند د خلکو استازې نیسمه نیازۍ وايي د جنایي پېښو لویه برخه امنیتي حوزو ته نژدې سیمو کې رامنځته کېږي.