نواز شریف د "سختې ناروغۍ" له کبله روغتون ته استول شوی

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د "سختې ناروغۍ " له کبله د لاهور ښار سروسز روغتون ته رسول شوی دی. نواز شریف دا مهال د فساد په تور د پاکستان د احتساب ملي ادارې په بند کې دی. تېره شپه نوموړی د همدې ادارې له زندانه روغتون ته استول شوی دی.

ویل کېږي چې د ښاغلي شریف شخصي ډاکټر ته اجازه ورکړل شوې چې ورسره وګوري، او د ډاکټرانو یوه جلا ډله هم د هغه پر معاینې بوخته ده.

رپوټونه وایي، د نواز شریف په وینه کې "پلېټلېټس" یا دعاعي حجرې کمې شوې دي او له همدې کبله یې تېره شپه ناڅاپه طبیعیت خراب شوی دی.

کله چې روغتون ته د نواز شریف له استول کېدو خبر ترلاسه شو نو د هغه کشر ورور شهباز شریف، چې د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون ډلو مشر هم دی،او د مسلم لیګ نواز ګوند پلویان د پاکستان د احتساب ملي ادارې دفتر ته ورسېدل.

د نواز شریف پلویانو د احتساب ادارې پر وړاندې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

د لاهور پولیسو له هغاغه ځایه د نواز شریف زوم کپټن صفدر هم نیولی دی او نن سه شنبه سهار یې محکمې ته وړاندې کړی. پر نوموړي تور دی چې په خپلو شعارونو یې خلک تاوتریخوالي ته هڅول.

د نواز شریف ورور شهباز شریف پر حکومت تور لګولی چې له پخواني لومړي وزیر نه سیاسي غچ اخلي. نوموړی وایي، د ورور روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی او که هر څه پرې وشول نو پړه به یې د لومړي وزیر عمران خان پر غاړه وي.

د مسلم لیګ نواز ګوند د رسنیو د برخې مشرې مریم اورنګزېب تور لګولی چې د احتساب ادارې له تېرو دوه اوونیو راهیسې د نواز شریف شخصي ډاکټر ته اجازه نه ورکوله چې له هغه سره وګوري.