شپږیزه: د راشد خان "بند امیر" او د محمد نبي "مس عینک" پایلوبه کوي

د افغانستان شپږیزې لیګ کرېکټ سیالیو کې د راشد خان بند امیر او د محمد نبي مس عینک لوبډلې د دې سیالیو پایلوبې ته ورسېدلې. دغه دواړه لوبډلې به سبا د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه د دې سیالیو په پایلوبه کې مخامخ شي. مس عینک به دې سیالیو کې د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پرون اکتوبر شپاړسمه، د محمد نبي په مشرۍ مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو ته په ۷ وېکټه ماتې ورکړې او پایلوبې ته یې لار موندلې ده.

نن پنجشنبه په دویمه نیمه پایلوبه کې د راشد خان په مشرۍ بند امير ښامارانو لوبډلې کابل بازانو لوبډلې ته په ۳ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدله.

بند امیر ښامارانو په نننۍ لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې، چې دا د شپږيزې کرکټ ليګ د تاریخ تر ټولو زیاتې منډې دي او کابل بازانو ته یې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه. د بند امير ښامارانو له لوري عمران جنت او جاويد احمدي د روانې شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ تر ټولو لویه د ۱۷۶ منډو ملګرتيا جوړه کړه.

عمران جنت همدا راز ۱۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او د روانې شپږيزې ليګ دریم توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله. د ۲۲۶ منډو هدف ته د رسېدو لپاره کابل بازانو ملا وتړله، خو په ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله.

د کابل بازانو له لوري یونس احمدزي ۵۳، کریم جنت ۵۱ او سميع الله شينواري ۴۰ منډې وکړې.

له دې مخکې پرون اکتوبر شپاړسمه، مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو ته په ۷ وېکټه ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې لار موندلې. په هغه لوبه کې د بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې وکړې چې د افسر ځاځي تر ټولو ډېرې ۵۶ ناسوځېدلې منډې هم پکې شاملې وې.

مس عينک اتلانو لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د د ۱۵۸ منډو هدف پوره کړ او په ۷ ويکټو يې د بند امير ښامارانو لوبډلې ته ماته ورکړه. د دغې لوبډلې له لوري رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې ۸۰ منډې وکړې.