جلال اباد کې د روژه ماتي پر وخت چاودنو مرګ ژوبله اړولې

    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

د افغانستان ختيځ ښار جلال اباد تالاشۍ څلور لاري ته څېرمه دوشنبه ماښام روژه ماتي مهال شل باندې اووه بجې پرلپسې ۴ چاودنو ۴ولسي خلک وژلي او ۲۰ نور يې ژوبل کړي دي. اوس سيمه کلابنده ده او چارواکو هم د چاودونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

تراوسه د دې چاودنو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

د پېښې په لومړيو شېبو کې ځايي چارواکو ویل، سيمه کې د پوليس د څار يو هاموي موټر ته نږدې ماينونه چاودېدلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی وايي، چاودېدونکي توکي سړک تر غاړې خښ شوي ماينونه دي.

"څلور پرلپسې چاودنې څلورمې ناحيې اړوند تالاشۍ چوک کې شوي دي. دا لوړ غږ لرونکي ماينونه و، چې سړک غاړې ته خښ شوي و. چاودنو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي چې ټول ملکيان دي ".

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ټپیانو لیدو ته د ښار روغتون ته ورغلی و او هلته یې خبریالانو ته وویل چې ټول قربانیان ولسي خلک دي.

نوموړي وویل، که اړتیا وه نو ټپیان کابل ته هم استولی شي.

عيني شاهدانو ويلي، سيمه کې د چاودنو سره هممهاله ډزې هم کېدې.

د ننګرهار حوزوي روغتون چارواکي وايي، له پېښې ۱۹ ژوبل کسان ور وړل شوي چې دوه په کې ماشومان دي. پېښه کې د ۴ ژوبلو روغتيايي وضيعت نازک بلل شوی دی.

تالاشۍ څلورلاری د دې د ښار زړه او د خلکو د ګڼه ګوڼې ډکه سيمه ده. چاودنو سيمې ته نږدې د پيسو بازار(صرافۍ مارکېټ) او ورته په نږدې سيمه کې ګن شمېر بانکونوو دفترونه هم دي.