تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې رسنیو ناسمې راخیستې دي.
تېره ورځ ځايي رسنیو د عمران خان له خولې لیکلي وو، چې افغانستان کې لنډمهالی حکومت غواړي.
دې خبرې ته پر افغان حکومت او سیاستوالو سربېره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم غبرګون کې وویل، چې دا څرګندونې د سولې هڅو لپاره رغنده نه دي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان مطلب د پاکستان په څېر ټاکنو لپاره افغانستان کې د لنډمهالي حکومت جوړېدو خبره کړې ده.
دا خبرې باید د افغانستان کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا ونه بلل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې دا هم راغلي چې دغه هېواد افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سیاسي پروسې پرته کومه بله ګټه نه لټوي.
د عمران خان له پرونیو څرګندونو وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستاني سفیر مرستیال احضار کړ.
دې سره هممهاله افغان چارواکو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر 'د نور بحث ' لپاره کابل ته وغوښت.
د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد هم وویل، د افغانستان سولې بهیر کې د پاکستان رول رغنده و، خو د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې رغنده نه وې.