تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ناټو په افغانستان کې دایمي پوځي شتون نه غواړي"
د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران نن چارشنبه په بروکسل کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پیلوي. ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت هم خبرې وشي. له طالبانو سره د سولې روانې خبرې به هم د اجنډا برخه وي.
د غونډې تر پیل وړاندې د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ ویلي، د دوی موخه دا نه ده چې د تل لپاره په افغانستان کې پوځي شتون ولري، بلکې موخه دا ده چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وشي او افغان ځواکونه و روزل شي.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل، افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې، خو ناټو په دې هېواد کې د سولې لپاره د سیاسي حل ملاتړ کوي، او له همدې کبله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په تماس کې دي.
د افغان دولت لخوا رسماً څوک په دې ناسته کې ګډون نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وار د مخه بروکسل ته رسېدلی او هلته یې د ناټو او او نورو اروپایي هېوادونو له چارواکو سره کتلي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له اروپایي مشرانو سره یې د سولې د روانو خبرو په اړه جزئیات شریک کړي او دې هېوادونو په دې برخه کې خپله ژمنتیا ښودلې.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د ټولو هېوادونو ګډ لومړبتوب دا دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره دې بین الافغاني خبرې پیل شي. نوموړي لیکلي، له افغانانو سره به په ګډه اوسني شرایط ارزوي او خپل راتلونکي دریځ به ټاکي.
ښاغلي خلیلزاد لیکلي، دوی له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو تړون نه، بلکې د سولې یو داسې تړون غواړي چې د تېرو کلونو قربانۍ پکې ضایع نشي.
بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د میونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د چارشنبې پر ورځ جرمني ته روان شو دی. دا کنفرانس به د فبرورۍ پر ۱۵مه او ۱۶مه نېته ترسره کېږي.
پر نوموړي سربېره د افغانستان د دفاع ورازت سرپرست او د یو شمېر نورو هېوادونو مشران، وزیران او نور جګپوړي چارواکي په دې دوه ورځنۍ ناسته کې ګډون کوي.
ولسمشر غني روانه اونۍ اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې په اړه د یوې ملي اجماع لپاره به د سولې لویه مشورتي جرګه را غواړي.
دا جرګه په د روان کال په حوت میاشت کې په کابل کې ترسره کېږي. د افغان سولې په تړاو د مسکو د وروستۍ غونډې ګډونوالو د دا ډول یوې جرګې د رابللو غوښتنه کړې وه.