غني: د مسکو غونډې ګډونوال د هېڅ پرېکړې حق نه لري

    • Author, حمید شجاع
    • دنده, بي بي سي، لندن

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هغه کسان چې په مسکو کې د سولې د خبرو په نامه راټول شوي، د هېڅ ډول پرېکړې واک نلري. له طلوع خبري شبکې سره په یوه بشپړه مرکه کې ولسمشر غني وویل، د مسکو ناسته یوه خیالي ناسته ده او پر افغانانو هېڅ پرېکړه نشي ور تپلی.

بل لور ته د سه شنبې پر ماسخوتن ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره یې پر تیلیفون خبرې وکړې او د سولې پر موضوع یې بحث وکړ.

ښاغلي غني لیکلي، مایک پومپیو ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د سولې په تړاو د امریکا په ژمنه او تګلاره کې هېڅ شک نشته، او د سولې په هر ډول خبرو کې د افغان حکومت مرکزیت د واشنګټن لپاره اړین دی.

ښاغلي غني لیکلي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي او په راتلونکې جولای میاشت کې د دې ټاکنو ترسره کېدو ته ژمنه ده.

ولسمشر غني ویلي، له مایک پومپیو سره خبرو کې دواړو ومنله چې تشې خبرې او ګنګوسې د عمل ځای نشي نیولی، او افغان او امریکایي حکومتونه په افغانستان کې سولې ته ژمن دي.

له طلوع خبري شبکې سره مرکه کې ولسمشر غني ومنله چې مسکو ته له تلو وړاندې پخواني ولسمشر حامدي کرزي له ده سره د لیدنې او خبرو غوښتنه کړې وه.

خو ښاغلي غني وویل، پخواني ولسمشر حامد کرزي وار د مخه خپله پرېکړه کړې وه او دی هم پر هغه ورځ بوخت، نو ځکه یې د لیدنې غوښتنه رد کړه.

ولسمشر غني پر خپلو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې موضوع دې د ټاکنیزو ګټو لپاره نه کاروي، ځکه سوله د ټولو افغانانو ګډ انساني مسوولیت دی.

نوموړي وویل، د سولې لپاره له واکه او ان له خپله ژونده تېر دی، خو لومړی باید پوه شي چې د کومو ارزښتونو بدل کې له دې هر څه تېرېږي.

ولسمشر غني وویل، په دې کې هڅ شک نشته چې طالبان د اوسني حکومت او نظام کمزوري کول او نړول غواړي، خو دی به هېڅ کله هم د افغانان پر برخلیک معامله ونکړي.

ده زیاته کړه چې که طالبان ځان مطرح بولي نو را دې شي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي، او بیا به ثابته شي چې څومره افغانان دوی غوړي.

نوموړي زاته کړه، د مسکو په ناسته کې ګډونوال د خپل نظر د څرګندولو حق لري، خو دا خلک هېڅ ډول اجرائیوي واک نه لري، او باید له ځانه پوښتنه وکړي چې په مسکو کې د چا استازیتوب کوي.

د ولسمشر غني په خبره، د سولې خبرې باید له کمزوري دریځه ونشي، ځکه چې بیا به یې پایله هم کمزورې وي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانان باید "منافقین " له خپلو منځو وباسي، یو موټی شي او له پیاوړي دریځه د سولې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي غني پر طالبانو هم تور پورې کړ چې ټوله ګټه وټه یې حرامه ده، ځکه چې خپلې پیسې د کوکنارو له کرکیلې ترلاسه کوي.

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې همدا نن سه شنبه په مسکو کې د طالبانو استازو او یو شمېر افغان سیاستوالو د سولې په تړاو خپله دوه ورځنۍ ناسته پیل کړه.

د دې ناستې پر لومړۍ ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي شېر محمد عباس ستانکزي، یونس قانوني او ځینو نورو کسانو ویناوې وکړې.

په داسې حال کې چې په کابل او مسکو کې د سولې موضوع توده ده، طالبانو نن سه شنبه په کندز ولایت کې په یوه برید کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه ووژل.