''پاکستان د امریکا غږ رسنۍ وېبپاڼې ور تړلې''

د عکس سرچینه، VOA
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د امریکا غږ خبري شبکه وايي، پاکستان يې د پښتو او اردو ژبې وېبپاڼې ځکه تړلې دي، چې دوی پښتون ژغورنې غورځنګ ته پوښښ ورکوي.
د امریکا غږ پر انګلیسي وېبپاڼه خبر کې لیکل شوي، پاکستان د دوی د پښتو (ډېوه راډيو ) وېبپاڼه او د اردو وېبپاڼې تړلې دي، چې دوی د خپلو سرچینو په خبره لامل یې د پښتون ژغورنې غورځنګ پوښښ دی.
پاکستان کې رسنۍ وار د مخه تر فشار لاندې دي او په نا اعلان شوې توګه ترېنه غوښتنه شوې چې د یاد غورځنګ غونډو او فعالیتونو ته دې پوښښ نه ورکوي. خبریالانو، رسنیو او فعالانو د پاکستان دغه ګام په سختو ټکیو کې غندلی دی.
تردې وړاندې دغه هېواد د مشال راډيو وېبپاڼې په شمول د خبریال وېبپاڼه، د بلوڅو او سیندیانو یو شمېر وېبپاڼې او ځینې نورې رسنۍ بندې کړې وې.
د بي بي سي پښتو او اردو تلویزیوني خپرونې هم د پاکستاني چارواکو لخوا تړل شوې دي، خو اردو تلویزیوني خپرونې اوس بېرته د خپراوي اجازه ترلاسه کړې.
په پاکستان کې کارکوونکي خبریالان وايي، په دغه هیواد کې تر بل هر وخت زیات پر رسنیو او رسنوالو بندیزونه تر سترګو کېږي.
پاکستانیو پولیسو د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د دوو هغو خبریالانو پر ضد هم (ایف ای ار) یا د پولیسو رپوټ ثبت کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې ته د پوښښ لپاره ورغلي وو.
په دغو خبریالانو کې یو یې د وزیرستان یو مشهور خبریال سیلاب مسید دی چې له مشال راډیو سره کار کوي، او دویم يې ځايي خبریال ظفر وزیر دی.
د امریکا غږ په خبره دوی ته د پاکستان د څارګرو ادارې یوه چارواکي د نوم نه یادولو په شرط ویلي، چې وېبپاڼې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ له امله تړل کېږي.
د امریکا غږ په دې خبر کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري له خولې ویل شوي، یادې وېبپاڼې يې د ناسمو او تعصبي راپورونو له کبله تړلې دي.
خو د امریکا غږ مشرانو په همدې خبر د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دغه ادعا ناسمه بللې او ویلي يې دي، تل یې د خبرونو بېلانس سم ساتلی او په هر خبر کې يې د پاکستان پوځ او چارواکو دریځونه هم اخیستي دي.
مدني فعال او د چارو کارپوه ډاکټر اشرف علي په پاکستان کې پر ځینو رسنیو د بندیز په تړاو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د پاکستاني واکمنو دغه ډول ګامونه به ډیموکراسي او د بشر حقونو ته سخت زیان ورسوي.
د ښاغلي علي په خبره تردې وړاندې په دغه هېواد کې له یو شمېر شخصي ټیلویزنونو ځيني خبریالان هم ایستل شوي، چې د ده په ټکیو دا هر څه د اندېښنې خبرې دي:
''ځينې خبریالان ایستل شوي دي او پر ځينو رسنیو باندې بیا سوداګریز اعلانونه بند شوي، چې د بیان پر ازادۍ به يې ډېر بد اغېز وي. ''
پښتون ژغورنې غورځنګ چې د روان عیسوي کال په لومړیو کې راڅرګند شوی، د پاکستان پوځ په پښتون مېشتو سیمو کې د بشر له حقونو څخه په سرغړونې تورنوي او ان تور پرې پورې کوي، چې د ترهګرو او ترهګرۍ تر شا د پوځ او استخباراتو لاس دی.
له لومړۍ ورځې راهیسې یاد غورځنګ ته پاکستانیو شخصي ټلویزنونه پوښښ نه ورکوي او یوازې نړیوالې رسنۍ د هغوی د غونډو، لاریونو او احتجاجونو خبرونه خپوري.
خو د پاکستان پوځ بیا پر دې غورځنګ تور لګوي چې له بهرنیو کړیو سره لاس لري او د پاکستان د ګټو پر ضد فعالیت کوي. څو ورځې وړاندې هم د پاکستاني پوځ یوه ویاند ویلي وو، که د پښټون ژغورنې غورځنګ "له سرې کرښې پښه واړوي " نو دوی به یې پر ضد اقدام وکړي.
تردې وړاندې پاکستاني چارواکو په ۲۰۱۶م عیسوي کال کې د افغانستان او هند ټیلویزنوني چېنلونه هم وتړل، چې د ځايي (کېبل) له لارې به يې خپرونې تر خلکو رسېدې.
د افغانستان د شمشاد او لمرټيلویزنونو په شمول یو شمېر نور ټيلویزنونو د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په شمول په کراچۍ کې هم ګڼ مينه وال لرل.

د عکس سرچینه، @GABEENO
پاکستاني چارواکو هغه وخت د هند پر ټيلويزنونو له بندیز سره سره په پاکستان کې پر هندي فلمونو هم بندیز ولګاوه، خو وروسته يې پر فلمونو بندیز بېرته لرې کړ.
د روان عیسوي کال په اوږدو کې بیا پاکستان د مشال راډيو په شمول خبریال وېبپاڼه هم وتړله. بي بي سي د پاکستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت څخه د يوه برېښنالیک له لارې د یادو وېبپاڼو د تړلو لامل وپوښت، خو تر دوو اونیو انتظار وروسته يې له ځواب راکولو څخه بښنه وغوښته.








