تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپایي ټولنه: د جنرال دوستم قضیه دې وڅېړل شي
اروپايي ټولنې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د هغې حقوقي قضیې د څېړلو غوښتنه کړې چې د ده پر ضد په محکمه کې روانه ده.
کابل کي د اروپايي ټولنې او ناروې ماموریت ویلي؛ دا چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دغه هېواد ته ستون شوی، دوی تمه لري چې د افغانستان نافذه قوانینو له مخې د هغه پرضد شته دوسیه قانوني پړاوونه ووهي او بشپړه شي.
د دغه ماموریت په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې پر ورځ د اسد پر ۲۲مه خپره شوې ویل شوي چې هېڅوک باید له قانونه پورته نه وي.
ښاغلی دوستم په ترکیه کې تر ۱۴ میاشتو پاتې کېدو وروسته، تېره میاشت کابل ته ستون شو.
نوموړی د خپل یوه سیاسي رقیب احمد ایشچي په جنسي ځورولو تورن دی او اوسمهال په څارنوالۍ کې دوسیه لري.
که څه هم د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي یادونه نه ده شوې، خو ویل شوي چې مهمه ده ټول افغانان د سولې، ثبات او ډیموکراسۍ لپاره په دغه هېواد کې په ګډه کار وکړي او ټول وګړي د قانون پروړاندې برابر وي.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د دولت ضد لاریونونو په ترڅ کې جنرال دوستم ۲۲ ورځې وړاندې کابل ته ستون شو.
افغانستان ته د هغه راګرځېدو یوه ورځ وړاندې احمد ایشچي ټینګار وکړ چې له جنرال دوستم سره د هغه حقوقي دعوا کې د عدالت تامینېدو لپاره چمتو دی ان په نړیواله کچه اقدام وکړي.
ښاغلي ایشچي ویلي، که عدالت ورکړل شي، چمتو دی له ښاغلي دوستم سره خپله قضیه د قومي جرګې له لارې حل کړي، خو که داسې ونشي په محکمه کې به خپلې دعوا ته دوام ورکوي.
د افغانستان حکومت دغه هېواد ته د ښاغلي دوستم بېرته ګرځېدو په درشل کې ویلي وو، د ښاغلي دوستم حقوقي قضیه پرانیستې ده او د عدلي او قضايي ادارو لخوا څېړل کېږي.