تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پارلماني ټاکنو وروستي نوملړ اعلان شو؛ ۳۵ نوماندان لرې شوي دي
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون د ۳۵ نوماندانو تر لرې کولو وروسته شنبه د اګسټ ۱۱مه د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ په ډاګه کړ. د دغه کمیسیون چارواکي وایي؛ د دوی د ارزونو په لړ کې د پارلمان ۳۵ کاندیدان له نوملړ څخه وېستل شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي بي بي سي ته ویلي، ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون ۳۵ کسان لرې کړي او ۴۵ نورو ته یې خبرداری ور کړی دی.
چارواکي د اوس لپاره د حذف شویو کاندیدانو د هویت په اړه څه نه وایي، خو په ټولنیزو رسنیو کې ددغو کسانو یو نوملړ خپور شوی دی چې د یو شمېر برحاله وکیلانو نومونه هم پکې لیدل کېږي.
د ټاکنو کمیسیون یوې سرچینې بي بي سي ته تایید کړه چې خپور شوی لیست کره دی.
د حذف شویو کاندیدانو په ډله کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي او مریم کوفي، د کوچیانو استازی ملا تره خېل محمدي، د کابل د خلکو استازی قیس حسن، د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی، د کوچیانو استازی شیرعلی احمدزی، د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاء الحق امرخېل، زرداد فریادي او نور شامل دي.
ضیاالحق امرخېل چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مشر و، بي بي سي ته ویلي، له رسنیو یې اورېدلي چې د نوماندانو له وروستي نوملړه لرې شوی دی.
نوموړي ویلي، تر اوسه یې د ټاکنیزو کمېسیونونو په دې اړه څه نه دي اورېدلي.
فوزیې کوفي هم بي بي سي سره په خبرو کې د نوماندانو له وروستي نوملړه د دې د نوم لرې کېده سیاسي اقدام وباله ویې ویل، هیڅ نامسووله وسله وال نه لري او د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون هم په دې اړه کوم سند نه لري.
په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي ملا تره خېل محمدي بي بي سي ته وویل، له رسنیو یې اورېدلي چې له نوملړه یې نوم لرې شوی دی.
نوموړی وویل، له نوملړه یې د نوم لرې کېدل سیاسي رنګ لري او هغه ته د دفاع حق نه دی ور کړل شوی.
د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه د د جوزا میاشتې په پنځمه نېته پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې یې دوام وکړ.
د افغانستان د ولسي جرکې د ۲۴۹ څوکیو لپاره په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.