رایه د ښځو، خوښه یې د مېړونو

    • Author, اظهارالله
    • دنده, بي بي سي/پښتونخوا

تېره میاشت د پاکستان د پارلماني ټاکنو یوه ځانګړتیا دا وه چې په ډېرو سیمو کې ښځو په ژوند کې په لومړي ځل خپله رایه وکاروله. د پښتونخوا دیر سیمه یې یوه ښه بېلګه ده.

۴۰ کلنه سيما د همدې سيمې اوسيدونکې ده او په ژوند کې یې لومړی ځل د پاکستان سږنیو ټاکنو کې برخه واخیسته.

له ټاکنو څو ورځې مخکې سيما ته خپل مېړه وويل چې د مذهبپاله ګوندونو ټلوالې متحده مجلس عمل(اېم اېم اې) ته خپله رایه ورکړي.

سیما ورسره ژمنه وکړه چې همداسې به کوي، خو زړه یې بل څه غوښتل.

نوموړې بي بي سي ته وویل، د خپل مېړه خبره یې ومنله، خو غوښتل یې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند نوماند ته رایه ورکړي.

سيما وایي، دا ورته مالومه هم نه وه چې په ټاکنیزه حوزه کې یې د عمران خان تحریک انصاف ګوند نوماند څوک و او نامه یې څه وه.

د سيما په څېر د پاکستان په سږنیو ټاکنو کې سلګونه زره ښځو رايه وکاروله. په دير ضلع کې پخوا په ټاکنو کې د ښځو رايه ورکول دود نه و.

خو دا ځل ګڼ شمېر ښځې د ټاکنو پر ورځ راوتلې وې او رايه يې ورکړه.

د ښځو حقونو فعالان وايي، په دې خبر دي چې ګڼ شمېر ښځو د خپلو مېړونو یا د کورنۍ د نارینه وو په خوښه نوماندانو ته رایه ورکړې، خو بيا هم رايې ورکولو ته د ښځو راوتل يو مثبت ګام دی.

پېښور کې د ښځو د حقونو بنسټ "عورت فاونډېشن" مشره شبينه اياز وايې، دا ځل دومره وشوه چې ښځې راووتلې او رايه يې ورکړه.

"په دې ټاکنو کې ښځو رايه ورکړه. که د سړيو د خوښې ګوند ته يې هم ورکړې وي، خو دغه راوتل يې مهم وو. مخکې به د ښځو راوتل د اسلام ضد او د پښتو ضد کار ګڼل کېده. خو اوس دا ذهنیت ختم شو. د بيا لپاره به ښځې کېداې چې د خپلې خوښې ګوند ته رايه ورکړي"

مېرمن ایاز زیاتوي چې ښځو ته دا سياسي پوهاوی هم باید ورکړل شي چې د بيا لپاره هغه کاندید ته رایه ورکړي چې د ټولنې پرمختګ لپاره کار کوي.

ياده دې وي چې د پاکستان د ټاکنو کميسيون دا ځل په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه یو نوی قانون هم معرفي کړی و.

په دې قانون کې ویل شوي، د هغو حوزو پایله به نه اعلانېږي چې د ښځینه رایه ورکوونکو کچه پکې تر لس سلنې ټیټه وي.

په تېرو ټاکنو کې هم د قامي اسمبلۍ د ۲۷۲ څوکيو لپاره ټاکنو کې په دوو څوکيو د ښځو رايه تر لس سلنې کمه وه.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون اوس غواړي چې دې حوزو کې پایلې وځنډوي او له سره پکې ټاکنې وشي.

داسې ښځې هم شته چې د خپلو بچیانو د خوشحالولو لپاره یې جلا جلا ګوندونو ته رايه ورکړې.

يوې ښځې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وويل، د قامي اسمبلۍ لپاره يې د اېم اېم اې ګوند کاندید او د صوبایي یا ایالتي اسمبلۍ لپاره یې د کشر زوی په خوښه د پاکستان تحريک انصاف ګوند کاندید ته رایه ورکړه. هغې بي بي سي ته وویل:

"غوښتل مې يو زوی مې هم خپه نه شي، نو دوو ګوندونو ته مې رايه ورکړه. نور زه هم نه پوهېدم چې کوم ګوند به تر حکومت جوړولو وروسته د ټولنې لپاره ښه کار وکړي"

دې ښځې زیاته کړه چې ډېره خوشحاله وه چې ټاکنو کې یې ګډون وکړ او د رايې ورکولو مرکز ته ورغله.

د هغې په وینا، په ۶۰ کالو کې يې لومړی ځل رايه ورکړه.

د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د دیر ضلعې په یوه ټاکنیزه حوزه کې یوازې یوې ښځې رایه ورکړې وه، خو دا ځل په هماغه حوزه کې کابو ۵۱ زره ښځو رایه ورکړې.

دا ښيي چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه پخوانی ذهنیت رښتیا هم په بدلېدو دی.