پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستاني حکومت سره خبرې ځنډولې دي

د عکس سرچینه، Fazal Khan Facebook
د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي ټي اېم" اعلان کړی چې له پاکستاني حکومت سره یې خپلې روانې خبرې ځنډولې دي.
د دواړو لورو ترمنځ له تېرو درېیو میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې وې.
د غورځنګ د مرکزي کومیټۍ یو شمېر غړو د یکشنبې پر ورځ په پېښور کې خبریالانو ته وویل، له حکومتي جرګې سره تر کتنې وروسته یې پرېکړه کړې ده چې نور به روانو خبرو ته دوام نه ورکوي.
د دوی په وینا، پاکستاني حکومت هغې جرګګۍ ته هېڅ واک نه دی ورکړی چې د حکومت لخوا له پښتون ژغورنې غورځنګ سره مذاکراتو ته ټاکل شوې.
د غورځنګ غړو خبریالانو ته وویل، که دواړه غاړې کومې هوکړې ته سره رسېږي هم نو دوی ډاډه نه دي چې حکومتي جرګګۍ به یې د پلې کولو واک او توان ولري.

د عکس سرچینه، HAYAT PREGHAL FACEBOOK
د غورځنګ یوه غړي فضل خان وویل، د جرګې اصول مالوي وي. یو اصول یې دا دی چې ناست لوري بشپړ واک لري.
نوموړي وویل، په تېرو ناستو کې حکومتي جرګګۍ دوی ته ډاډ ورکړی و چې تر هغې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې روانې وي، به د غورځنګ هېڅ کوم غړی یا ملاتړی د امنیتي ځواکونو لخوا نه نیول کېږي.
خو فضل خان پر حکومت تور ولګاوه چې د غورځنګ یو ملاتړی حیات پرېغال یې تېره اوونۍ هغه مهال ونیوه چې له دبۍ نه پاکستان ته راغلی و.
ویل کېږي چې حیات پرېغال په ډېره اسماعیل خان سیمه کې له خپله کوره نیول شوی، او تر دې دمه یې برخلیک نه دی څرګند، او نه یې هم درک مالوم دی.
د غورځنګ غړو همدا رنګه پر پاکستاني حکومت غږ کړی و چې د یوې رسمي اعلامیې له لارې اعلان وکړي چې هغه حکومت جرګګۍ چې دا مهال له غورځنګ سره په خبرو بوخته ده، بشپړ واک لرٍي. خو حکومت تر دې دمه داسې هېڅ اعلامیه نه ده خپره کړې.

د عکس سرچینه، EPA
فضل خان د یکشنبې ورځ په خبري غونډه کې زیاته کړه، د پورته یادو شویو لاملونو له کبله غورځنګ پریکړه کړې چې له حکومتي جرګګۍ سره به نور خبرو اترو ته نه کېنې.
یاده دې وي چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر لویو غونډو او جلسو وروسته، د پاکستان حکومت له یاد غورځنګ سره د خبرو اترو لپاره یوه جرګګۍ ټاکلې وه.
په دې جرګګۍ کې د د بېلابېلو قبایلي سیمو مشران او د حکومت چارواکي شامل وو.
دواړه خواوې تر یو څه خبرو وروسته دې هوکړې ته سره رسېدلې وي چې حکومت به د غورځنګ نیول شوي پلویان خوشې کوي، او نور کسان به نه نیسي.
غورځنګ هم همدا رنګه منلې وه چې تر هغې چې خبرې روانې وي، دوی به په کوم ښار کې جلسه نه کوي.









