تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د نشه یي توکو کاروبار ارزښت ۶.۶ ملیارډ ډالرو ته رسېدلی
د افغان حکومت او ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ادارې یو راپور ښيي چې تېر۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو د تولید او کرکیلې ډیروالي ناقانونه اقتصاد ته وده ورکړې ده.
په راپور کې راغلي چې له دې امله عواید د څلورو او شپږ میلیاردو ډالرو ترمنځ دي چې د افغانستان د ټولو ناخالصه عوایدو شااوخوا دیرش سلنې سره برابر دي.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو اداري مشر مارک کولون د دغه راپور د خپرېدو پر مهال وویل:
"پروسږکال افغانستان کې شااوخوا ۹ زره ټنه تریاک تولید شوي دي، د نشه یي توکو د دغه ناقانونه اقتصاد کچه د ټول هېواد د کرنیزو محصولاتو په اندازه ده، دلته د نشه یي توکو د سوداګرۍ ارزښت د ۴ اعشاره یو او ۶ اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو ترمنځ ده، دا عاید د ټول افغانستان د ناخالصه عوایدو شل تر دیرش سلنې سره برابر دی."
د نشه یي توکو د کاراو بار د اقتصادي او ټولنیز اړخ راپور په ۱۳۰۰ کلیو کې د څه باندې څلور زره بزګرو او ۱۲۰۰ قومي مشرانو د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي، له نیمایي ډېرو بزګرو ویلي، د بې وزلۍ له امله کوکنار کري او له همدې لارې د کورنۍ لګښتونه برابروي.
د دغه وزارت مرستیال جاوید قایم وایي، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې د دوی تازه جوړو شویو تګلارو او په دې مبارزه کې د نړیوالو د پام وړ ښکېلتیا دوی ته هیلې ورکړي چې دغه مبارزه به راتلونکې که ښه پایله ورکړي:
"تریاک او ناامني څنګ په څنګ مخ ته ځي، دا چې کوم یو د کوم یوه لامل کیږي، دا توپیر ګران دی، خو چیرته چې ناامني وي، نشه یي توکي پکې پیدا کیږي، په همدې خاطر دا مبارزه هم سخته ده."
ښاغلی قایم وایي هر کال د دوی پولیس د نشه یي توکو مافیا ته څلور-پنځه سوه میلیونه ډالره زیان اړوي:
" د نړیوالو ځواکونو له خوا د نشه یي توکو د پروسس د مرکزونو په نښه کول روان دي، غواړو ملي اردو سره څنګ په څنګ د نشه یي توکو د مخنیوي کمپاین مخ ته یوسو، یعنې هغوی چې سیمې چاڼ کوي، زمونږ پولیس به کوکنار په کې له منځه وړي، دا به مثبتې پایلې ولري."
په همدې حال کې د بي بي سي موندنې ښيي چې سږ کال په هیڅ یوه ولایت کې هم د کوکنارو د اړولو کمپاین نه دی پلی شوی. د بي بي سي موندونو کې دا هم راغلي چې ځایي پولیس د نشه یي توکو د کرلو په بدل کې له بزګرو پیسې اخلي.