تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لوګر مرستیال والي د وسله والو په کمین کې وژل شوی
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، د لوګر ولایت مرستیال والي قمر الدین شکیب د دولت د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل شوی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو ویاندې منیرې یوسفزاده د بي بي سي همکار محفوظ ذبیدي ته ویلي، د لوګر مرستیال والي نن پنجشنبه د اپرېل ۲۶مه له غرمې وروسته له خپل یوه ساتونکي سره د دولت د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل شوی دی. د نوموړې په خبره، په دغه پېښه کې ښاغلي شکېب موټر چلوونکی او د ولایت ویاند ټپیان شوي دي.
په سیمه کې یوې دولتي سرچیني بي بي سي ته وویل، ښاغلی شکېب د لوګر - ګردېز پر لویه لاره د وسله والو مخالفانو له کمین سره مخامخ شوی دی.
وسله والو طالبانو د کمین مسوولیت منلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ښاغلي شکېب وژنه غندلې ده.
لوګر د پلازمېنې کابل د سوېل په ۵۰ کیلو مټرۍ کې پروت دی چې د افغانستان له ناامنو ولایتونو ګنل کېږي.