تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"په سوریه کې د امریکا او روسیې مخامخېدا شونې ده"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
اینډیپنډینټ ورځپاڼې لیکلي چې امریکا پر سوریې د برید لپاره شیبې شمېري او په دې سره د امریکا او روسیې ترمنځ مخامخېدا هم شونې دي.
د ورځپاڼې په دې مطلب کې ویل شوي چې د امریکا او روسیې له خوا شویو ګواښونو ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمنځ ټکر حتمي ښکاري خو یوازې د وخت او څرنګوالی خبره تر اوسه نامعلومه ده.
اینډیپنډینټ په سیمه او په تېره سوریه کې وضعیت ته خوشبینه نه ښکاري او د دې مطلب په پای کې زیاتوي چې په منځني ختیځ کې وضعیت په چټکۍ بدلېدونکی دی او دا پېښېدونکې شخړه به په سیمه کې چې اوس هم د اور په لمبو کې سوځي، وضعیت لا کړکېچن کړي.
امریکا هند ته د هوايي دفاع ځانګړې وسایل ور کوي
ټایمز اف انډیا لیکي، امریکا په پام کې لري د دفاعي ټیکنالوژۍ پرمختللي حساس وسایل هند ته ورکړي او په دې برخه کې له هندي ځواکونو سره په ګډه پوځي تمرینونه هم وکړي.
د ورځپاڼې په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ به ګډ پوځي تمرینونه راتلونکې مۍ میاشت کې وشي.
ورځپاڼې په هند کې د امریکا د سفیر کینیټ جسټر له قوله لیکلي، امریکا هند داسې دفاعي ټیکنالوژي ورکوي چې له دې وړاندې یې بل کوم هېواد ته نه ده ورکړې.
نوموړي په یوه وینا کې ویلي، د نوي ډیلي او امریکا ترمنځ اړیکې نورو هېوادونو ته پیاوړی پيغام استوي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼه
ډان ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا په دیر کې د پوځ له خوا ملکي ادارې ته د چارو د واګې سپارلو په تړاو خپله سرمقاله کې د دې چارې هر کلی کړې، خو زیاتوي هغه سیمې چې له کړکیچنه حالته راوځي باید اجازه ورنه کړل شي چې په اسانه بېرته د نا امنیو او د وسله والو ډلو د فعالیت ښکار شي.
ورځپاڼه زیاتوي، ناسمې کړنلارې او ناسمه حکومتولي دواړه د سخت دریځۍ او د وسله وال فعالیت د پيل لپاره لاره هواروي او حکومت ته په کار دي چې د دا ډول نیمګړتیاوو مخه ونیسي.
اسراییلۍ ها ارټس ورځپاڼه
اسرايیلۍ ورځپاڼې هاارټس لیکلي، په سوریه کې د وضعیت له کړکېچنېدو سره ښايي له یوې خوا د ایران او اسراییلو او له بل لوري د امریکا او روسیې ترمنځ جګړه رامنځته شي.
ورځپاڼه لیکي اسراییل د ایران له خوا ګواښونو ته په جدي سترګه ګوري او په پام کې ده چې د وضعیت د ارزولو لپاره نن د امنیتي کابینې غونډه وشي.
په اسراییلو کې وروسته له هغه د خبرداري درجه لوړه کړل شوه چې اسراییلي جنګي الوتکو د سوریې په ټیفور هوايي ډګر برید وکړ چې ویل کیږي ایرانیانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.