اريانا سعيد د افغانو ښځو حقونو په تړاو د ناټو له مشر سره کتلي

وتلې افغان سندرغاړې اريانا سعيد له ناټو غوښتي په افغانستان کې دې د هغو ښځو حالت ته پام وکړي چې نړېوالو ته خپل غږ نشي رسولى.

آغلې سعيد دا څرگندونې په کابل کې د ناټو په يوه غونډه کې د دغې ټولنې له سرمنشي ينز سټولټنبرگ سره د مخامخو خبرو اترو پر مهال کړي.

آغلې سعيد بي بي سي ته وويل ښاغلي سټولټنبرگ غونډې ته له وينا وروسته د مخامخو خبرو غوښتنه وکړه او له ما يې وپوښتل چې ناټو او په خپله دى د افغانو ښځو ځواکمنولو په برخه کې څه کولى شي؟

اریانا سعید وايي د ناټو مشر ته يې ويلي " نه يواځې په بېلابېلو ډگرونو کې د فعالو ښځو، بلکې د هغو عادي افغانو ښځو حقونو ته هم باید پام وشي چې له کابل بهر د افغانستان بېلابېلو برخو کې ژوند کوي، خو خپلې اندېښنې او غږ بهرنيانو ته نشي رسولى."

د اغلې سعيد په وينا په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې له شويو پرمختگونو سره سره د دغو افغان ښځو په حالت کې د پام وړ بدلون نه دى راغلى.

د ناټو سرمنشي آغلې سعيد ته د هغې د وروستي کنسرټ برياليتوب له امله مبارکي ويلې چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په وياړ جوړ شوى و.

ښاغلي سټولټنبرگ اغلې اريانا سعيد له دې امله هم ستايلې چې په وينا يې د ښځو له حقونو يې دفاع کړې، د افغان او د نړۍ نورو ښځو لپاره په يوه بېلگه بدله شوې.

سره له دې چې په افغانستان کې د آريانا سعيد د مدني فعالیتونو او غږ مينه وال خورا ډېر دي او په دې وروستيو کې د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ورته 'د افغانستان اواز مېرمن ' لقب هم ورکړل شوى، خو ځينې مهال يې خبرې او کړنې ناندرييز شوي هم دي.

په دې وروستيو کې د نوموړې پر هغو جامو هم نيوکې وشوې چې فرانسه کې يې د يوۀ کنسرټ پر مهال اغوستې وې.

نيوکه کوونکو د آغلې سعيد جامې له افغاني دود سره په ټکر کې بللې خو دې له ځانه دفاع وکړه او وې ويل " دا ډول خلک وزگار دي، ځکه یې د دې پر جامو نیوکې کړې." او په وينا يې افغانستان کې خورا نورې مهمې مسلې دي چې بايد ورته پام وشي.

اغلې سعيد له يتيمانو او ښځو سره د خېر ښېگڼې په برخه کې هم د پام وړ فعاليتونه کړي.

ټاکل شوې وه د افغانستان خپلواکۍ ورځې په وياړ د آريانا سعيد جوړ شوى دغه کنسرټ چې ښاغلي سټولټنبرگ يې يادونه کړې په غازي لوبغالي کې تر سره شي خو د امنيتي اندېښنو له امله يې ځاى بدل او انټرکانټېننټل هوټل کې ترسره شو او نوموړې وويل چې له دغه کنسرټه تر لاسه شوې پيسې به د سرپل ولايت د ميرزاولنگ سيمې هغو اوسېدونکو ته ورکړي چې د داعش په بريد کې يې خپلوان وژل شوي و.