"دولت ولې له اروپا شړل کېدونکو افغان کډوالو ته شرایط مساعد ښيي؟"

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د بخښنې نړیوال سازمان د اروپايي پارلمان د هغې غونډې پر خبرو کلکه نیوکه کړې چې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو موضوع پکې وڅېړل شوه.

په دې غونډه کې د اروپايي پارلمان له استازو سربېره د خیریه ادارې اکسفام، د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې، د بشري حقونو د ډلو استازو او په اروپايي اتحادیې کې د افغانستان ځانګړي استازي ولي منور ګډون درلود.

غونډه کې د بخښنې د نړیوال سازمان ګډونوالې چارواکې حوریه مصدق بي بي سي سره په خبرو کې وویل د دوی سازمان د کډوالو او بې ځایه شوو خلکو پر وضعیت خورا اندېښمن دی.

مېرمن مصدق دې ته په اشارې چې د اروپايي هېوادونو د مرستو ترلاسه کول، افغان دولت د کډوالو منلو ته اړباسي وویل، "واقعیتونه باید په پام کې ونیول شي او افغان چارواکي اروپايي هېوادونو ته د دغه هېواد وضعیت دومره ښه ونه ښيي چې آن هغه کډوال بېرته واستوي چې دوسیې یې تر څېړنې لاندې دي".

مېرمن مصدق افغانستان کې شرایط د کډوالو د ستنولو لپاره ډېر نامساعد وبلل او ویې ویل "په حلوا حلوا ویلو مو خوله نه خوږېږي".

د دې په وینا په غونډه کې د افغانستان ځانګړي استازي "له یوې خوا ومنله چې هېواد یې له نااعلان شوې جګړې سره مخ دی او له بلې خوا یې افغانستان د افغانانو کور وباله او له یاد بهیر یې ملاتړ څرګند کړ".

خو د افغان دولت استازی بیا وايي چې د کډوالو د اېستلو ملاتړي نه دي.

اروپايي ټولنه کې د افغانستان ځانګړي استازي ولي منور بي بي سي ته وویل د پرونۍ غونډې تمرکز پر دې و چې هغو کسانو ته چې په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستنېږي، لا ډېرې آسانتیاوې برابرې کړو.

ښاغلی منور وايي، " افغان دولت هغه شمېر کډوالو سره د مرستو لپاره ځانګړي پلانونه لري چې له اروپايي هېوادونو په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي."

د ښاغلي منور په وینا، افغان دولت په اقتصادي، ټولنیز او قانوني ډګرونو کې اړوندو وزارتونو او سفارتونو کې ځانګړي پروګرامونه لري، خو په ډاګه یې نه کړل چې دغه ځانګړي پروګرامونه څه دي.

د پیسو نړیوال سازمان غوښتنه

دا په داسې حال کې دی چې د پیسو نړیوال سازمان وايي، چې افغانستان د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له ستونزو سره لاس او ګریوان دی، د بېرته ستنېدونکو شمېر زیاتېدل به د دغه هېواد اقتصاد له ننګونو سره مخ کړي.

دغه سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، افغانستان په وروستیو کې له پاکستان، ایران او یو شمېر اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ورستنېدو څپو شاهد دی او دا حالت له کډوالو سره د مرستې په برخه کې د حکومت توان له ستونزو سره مخ کوي.

بله خوا د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخیل هم بي بي سی ته وویل، که نړیواله ټولنه مرسته ونه کړي، نو دا وېره شته چې په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان له یوه بل بشري ناورین سره مخ شي.

اروپايي ټولنه کې د افغانستان ځانګړي استازي ولي منور بیا په افغانستان کې یو شمېر پیل شوې پرمختیايي پروژې لکه ټاپي، سلما او کاسا او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تړونونه د هغو لاسته راوړنو په توګه یادوي چې هېواد ته ستنو شویو کډوالو سره مرسته کولی شي.

خو د بخښنې نړیوال سازمان تر ټولو لومړی امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي ستنېدونکي کډوال به خوندي پاتې نه شي.

مېرمن مصدق د وسلوالو مخالفینو بریدونه او پرمختګ د ناامنۍ بېلګې بولي او وايي نړیواله ټولنه هم ښه پوهېږي چې که "کندز تر یوه کال لږ وخت کې دوه ځلې د طالبانو تر ولکې لاندې راځي" د افغانستان امنیتي وضعیت څومره خراب دی.

ډېری هغه کډوال چې د اروپا ته د رسېدو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي وايي، له امنیتي ستونزو راتښتېدلي.

له تېر یو کال راهیسې له ګاونډیو او اروپايي هېوادونو تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي او تر شپږ سوو زرو ډېر نور د جنګ جګړو له امله په کور دننه بېځایه شوي دي.

داسې حالت کې چې له یوې خوا اروپايي هېوادونه غواړي یو شمېر افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي او له بلې خوا افغان دولت د اروپايي هېوادونو پر مرستو ولاړ دی، افغان چارواکي اړ دی د دواړو ترلاسه کولو ته چمتووالی وښيي.