 | | | ښاپېرۍ دچينې پرغاړه ښځوته وايي، چې په پام کې لري ځانله ښې په موډ برابرې جامې واخلي. |
جانباز په شمشېرخان پسې سرګردان و او دهغه دځمکې داجارې خبره يې له ګل خان سره شريکه کړه. شمشېرخان په کم حاصل خپله ځمکه جانباز ته په اجاره ورکړه، چې غوټۍ ددې خبرې په اورېدو ډېره خوښه شوه. له بلې خوا ښاپېرۍ په چينه کې ښځو ته بازار ته دخپل تګ اود ورځې په سينګار دبرابرو جامود اخيستلو وويل. ګلمکۍ وويل چې ځانته به ترښاپېرۍ ښې جامې واخلي. ښاپېرۍ ځان او حميدې ته ښکلې جامې واخيستې اودسرورخان کره ولاړه.  | | | جانباز ګل خان ته وويل، چې غواړي دشمشېرخان ځمکه په کم حاصل اجاره کړي. |
ګل محمد نسيم ته وويل، چې د ولسوالۍ د بازار اوسيدونکي دې يو استازی وټاکي، چې ښاروالۍ ته دکثافاتودډېرېدو او ناروغيو دخپرېدو خبر ورکړي. جانداد ته په بازار کې دزياتو هتيوالو دراټولېدوله امله اندېښنته پيدا او پدې اړه يې خبره له نسيم سره شريکه کړه. |