 | | | ګلالۍ هيڅکله نيت نلري، چې دماه جبين دوی په ژوند کې لاسوهنه وکړي. |
ډاکتر د ډرامې ننداره وستايله او له ګلخان نه يې هيله وکړه، چې لوبغاړي يې وستايي. ګل محمد وړانديز وکړ ،چې که چېرې بله کومه ډرامه جوړېده، غوره به وي، چې روږدي کسان هم نندارې ته ور وبولي. نسيم خپلې مور او کريم ته هغه تصويرونه وښودل، چې ګلخان د ډرامې د ښودنې په ترڅ کې اخيستي وو. رحيم له ملانه دکوزاو سربند کلي شخړې ته دحل دلارې په موندلوکې دمرستې غوښتنه وکړه او داوړو پدې اړوند له اکبرنه مالومات ترلاسه کړل. جانباز او لالباز دغوا دبېرته ترلاسه کولو په موخه کوزکلي ته تللي وو. غوټۍ دشخړې دپېښېدوله وېرې شمس مکتب ته له تللو منع کړ.  | | | معلم رحيم له ملانه دکوزکلي اوسربندوالوترمنځ د شخړې په حل کې دمرستې غوښتنه وکړه. |
ګلالۍ ماه جبينې ته وويل، چې ددوی په ژوند کې دلاسوهنې نيت نلري، خو ښه به وي ، ماه جبين دکورپه کارونو کې ونډه واخلي. حميدې ماه جبينه داوبودراوړلو لپاره له ځان سره چينې ته بوتلله. له بلې خوا ماه جبين له ناظر سره په واده پښېمانه وه. |