 | | | جمال ځانته کتابونه اخيستي، چې له پيکۍ سره يوځای په پوهنتون کې درس ووايي. |
له نجيبې او پېکۍ سره اندېښنه وه چې ولسي جرګې ته به نا اهله نوماندان لار پيدا کړي، خو کمال الدين مشوره ورکړه چې نااهلونوماندانو ته دې رايه نه ورکوي. دلاور او رحمن له کمال الدين نه وغوښتل چې د رحمن په ګټه دې له نوماندۍ نه تېر شي؛ خو کمال الدين د هغوی خبره ونه منله. کمال الدين له خپلې تبليغاتي ډلې وغوښتل چې د ټاکنو په ورځ دې په ټاکنيزو مرکزونو کې دده ناظرين واوسي او د ټاکنيزو اخلاقو احترام دې وکړي. رحمن له جمال او نوروز نه وغوښتل چې د ټاکنو په ورځ دې له امنيتي ارګانونو پټ خلک دده رای اچونې ته وهڅوي. بي بي په قدير زيری وکړ، چې نجيبه د پېکۍ او قدير کوژدې ته راضي شوه؛ خو په دې شرط چې قدير ژر ګلدستې ته طلاق ورکړي.  |  کمال الدين نجيبې ته مشوره ورکړه چې نااهلونوماندانو ته رايه ورنکړي.  |
نجيبې وپتېيله چې له ګلدستې سره مرسته وکړي څو هغه له طلاق څخه وساتي ، خو پېکۍ هغه د ګلدستې په کورني ژوند کې په لاس وهنه تورنه کړه. جمال څوټوکه کتابونه واخيستل، چې دپيکۍ سره په پوهنتون کې يوځای درس ووايي،خوپيکۍ هغه دڅپېړې په وهلوله دې کارنه منع کړ. |