دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | نوروز دځمکی موقعيت نامناسب و باله خو جمال وويل چې رحمن يې دخرڅلاو لپاره آبادوي. |
قديرله بي بي څخه وغوښتل چې له ګلدستې سره دشنډتوب دمعايناتولپاره روغتون ته ولاړه شي،خوبي بي دهغې علاج ناشونی وباله. ګلدسته دمعايناتولپاره روغتون ته روانه وه،خوبي بي له دروازې بېرته راستنه کړه او دواړه سره لاس اوګرېوان شوې. نوروز دکارپرمهال دځمکی موقعيت نامناسب و باله، خوجمال ورته وويل چې رحمن يې دخرڅون لپاره آبادوي. زبيردهارون له ډاره لګېدلی سګرټ د واسکټ په جېب کې واچاوه، هارون دواسکټ له جيب څخه د لوګي په راوتلووارخطاشو. زبيرپه بستروکې سګرټ پټول چې هارون وليد او ويې ګواښه چې سکينه به ارومرو له دې خبری خبروي.  |  زبيردهارون له ډاره لګېدلی سګرټ د واسکټ په جېب کې واچاوه.  |
شپه تياره شوې وه خو زبيرلاکورته نه و راغلې، سکينه پريشانه ښکارېدله،خوهارون ګومان وکړچې زبيربه دسګرټوله ډاره خيمې ته نه راځي. پېکۍ کورس ته دتللوپرمهال له سکينې سره مخ شوه اودهغې مثبتې مشورې مننه يې ترې وکړه،چې دکانکوردآزموينې لپاره يې ورکړې وه. |