دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | سکينه دزبيرلپاره په دواپسې روغتون ته ولاړه خو نجيبې په خپل سردوا ورنکړه. |
نوروز دښارپه چمن کې څادراغوستی اوويده و،عباس دمختار ګومان پرې وکړاوپه هغه يې بريدوکړ. ګلدسته په پټه دمعايناتولپاره روغتون ته تللې وه او بي بي روغتون ته دهغې په تګ په غوصه وه.نجيبې روغتون ته دګلدستې تګ ضرور وباله. بي بي له قديرڅخه دنجيبې په اړه پوښتنې وکړې،قدير دهغې ستاينه وکړه خوبي بي له قديرڅخه وغوښتل چې ګلدسته له نجيبې سره مخ نکړي. زبير،چې دګېډې له دردڅخه يې شکايت کاوه،سکينې اېشېدلې اوبه ورکړې،زبير دګر مو الي په وجه ونه څښلې اوپه يخواوبو پسې پاڅېد. زبير، چې نس ناستي ډېرکمزوری کړی و،دخيمې مخې ته بې هوښه شو،هارون ژر سکينه را خبره کړه. سکينه په دواپسې روغتون ته ولاړه خو نجيبې په خپل سردوا ورنکړه،او ترې و يې غوښتل چې ناروغ بايدروغتون ته ورولي.  | | | ګلدسته په پټه دمعايناتولپاره روغتون ته تللې وه خو بي بي روغتون ته دهغې په تګ په غوصه وه. |
عباس په بهانه مختاردپوليسوماموريت ته ورووست،خومختاردراډيو له غلا انکار کاوه . دلاور دسزا ورکولو ګواښ وکړ. |