د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | سکينه زبيرته په غوصه شوه چې ولې يې دچرګ په پيسوټايپ اخيستی و. |
پېکۍ دخپل کورپه غلاکې د بي بي په لاس لرلوشکمنه وه ،خونجيبې دهغې شک بې بنسټه وباله. زبير هغه ټايپ خيمې ته راوړ ،چې دچرګ په پيسويې اخيستی و،خو سکينه ورته په غوصه شوه چې ولې يې ټايپ اخيستی و. سکينې داوبودڅښلوپرمهال په اوبوکې سوررنګه چينجي وليدل اوله زبيرنه يې وغوښتل چې بيا له سرلوڅې څاه نه اوبه رانه وړي. زبير داوبوبوشکې په خيمه کې وغورځولې،ځکه ټانکرنه و راغلی اود څاه داوبو له راوړلوڅخه سکينې منع کړی و. نوروز اوجمال په شپه کې دغوماشودزياتوالي له امله پرېکړه وکړه چې له کوټې بهر ويده شي چې ناڅاپه چادکړکۍ شيشه ماته کړه. دلاور له نوروز اوجمال څخه وغوښتل چې خپل کاري سامان له کوره يوسي، ځکه په کور کې يې کارپای ته رسېدلی.  | | | نجيبې په اوبو کې دسره رنګو چينجيو په ليدلو له زبيرنه وغوښتل چې بيا له څاه اوبه رانه وړي. |
قديراوګلدسته دبې اولادۍد ستونزې دحل لپاره نجيبې ته ورغلل، هغې معايناتوته وهڅول. مختاردونې ترسيورې لاندې ويده و،عباس ترې دسوالګرۍ د پلان دافشاکېدوپه اړه وپوښتل،خوهغه ځان بې ګناه وباله. |