 | | | نوروز او جمال په خونه کې بلا راګيره اودروازه يې ورپسې ټينګه کړه. |
سکينې هارون دګېډې دزيات دردله امله روغتون ته ورساوه.نجيبې دهارون دخوراک وپوښتل . هارون وويل چې زبيردسړک ترغاړې له دوړوډک پيرکي ورکړي وو. نجيبې تياره ماښام غوښه راوړې وه،خوګاز خلاص شوی و. په پای کې دې پرېکړې ته ورسېده چې داستونزه له بلې لارې حل کړي. نجيبې له ګلدستې څخه دخياطۍ ددکان دپتې اخيستلوپه پلمه غوښتل دا مالومه کړي چې دبي بي زوی ،قدير، بله مېرمن هم لري اوکه نه. ګلدستې دقديرهغه ورک شوی تصوير پلستراوه ،چې نجيبې ورکړی ؤ. بي بي دګلدستې په لاس کې تصويرته وارخطا شوه. نوروز او جمال په خونه کې بلا راګيره اودروازه يې ورپسې ټينګه کړه او پخپله د دلاور دراخبرولو لپاره له کوره ووتل.  |  هارون ددوړجنوپېرکيو د خوړلو له امله ناروغ او روغتون ولېږدول شو.  |
نوروز اوجمال دلاورهغې کوټې ته راووست،چې بلايې پکې بندۍ کړې وه. دلاورپه بو جۍ کې دبلا په بندي کولوحيران شو. وروسته مالومه شوه چې هغه بلا نه بلکې مختارو چې دپوښتنوګروېږنوپر مهال يې دټپي کېدوراز هم افشا شو. دلاور اصلي مجرم ترې وغوښت. |