دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | دلاور دهغه پلستردبېرته راغورځولو وويل چې نوروز اوجمال پکې بوس ګډکړي وو. |
سکينې زبيرته دامتحان لپاره پاکې جامې اېښې وې،خوزبيرنه وې اغوستې چې له امله يې سکينې ته اندېښنه پيدا شوه. زبير سکينې ته بهانه وکړه چې دکميس لمن يې خط خط شوې وه ، له ډاره يې څيرې اوپه بوټ کې يې کېښوده چې هيئت دنقل ګومان پرې ونه کړي. سکينې دزبيرله هغوجامونه ،چې دامتحان په مهال يې دهيئت له ډاره څيرې کړې وې، دبالښت پوښ ګنډلو. عباس دخيرټولولو په خاطرد مختارمخ اوسردټپي په شان په رنګ ولړل اودلاسته راغليو پيسو د نيمايي کولو شرط يې پرې کېښود. بي بي نجيبې ته دهغه چاعکس ور وښود چې دژوند دملګري په توګه يې ورته خوښ کړی ؤ .نجيبې دعکس په کتلو ګمان وکړ چې پېژني يې. نوروز اوجمال له مسالې سره بوس ګډکړي وو او دېوال يې پرې پلسترکړی وخودلاور په غوصه دپلستردبېرته راغورځولوورته وويل.  |  عباس دخيرټولولولپاره دمختارمخ اوسردټپي په څېر په رنګ ولړل.  |
نوروز ، چې دديوال دپلسترکولوپه مهال يې لاسونه سيمنټوسوري کړي وو،له جمال نه يې په نيمه شپه کې واسلين وغوښتل. |