یمن کې پر دولتي ودانیو ډله ییز بریدونه شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د یمن په سویل کې ګڼ شمېر وسله والو چې ګمان کېږي د القاعده ډلې وسله وال دي، تېره شپه په دولتي ودانیو او د پوځ پر پوستو بریدونه وکړل.
ویل کېږي، چې په پایله کې یې له ۲۰ زیات کسان ووژل شول.
وسله والو دغه راز د سیون ښار د پولیس پر عمومي مرکز او د مرکزي بانک پر څانګه برید وکړ او دغه څانګه یې لوټ کړه.
وسله والو د یو څه وخت لپاره ځینې ودانۍ ونیولې خو د پوځي ځواکونو له غبرګون وروسته بېرته په شا شول.
ځینې راپورونه وايي چې ولسمشر عبد ربه منصور په سیمه کې د پوځ مشر له دندې ګوښه کړی.
دا برید په دا وروستیو کې په حضرموت ولایت کې د وسله والو وروستی برید دی، حضرموت د وسله والو قوي مرکز بلل کېږي.
د روانې مې میاشتې په پیل کې یمني پوځ ادعا وکړه، چې د القاعده وسله والو پر ضد عملیاتو کې یې د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژلي دي.
د یمن دفاع وزارت په وینا د هېواد په سویلي سیمو کې یې د عمالیاتو پر مهال د القاعده اړوند له ۳۰ ډېر کسان ووژل.
ویل کېږي، چې دغو عملیاتو پایله کې لږ تر لږه ۶ پوځیان هم وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره د ابین او شبوه سیمو کې یې د عملیاتو پایله کې ۳۷ وسله وال ووژل.
د القاعده دغه غړي افغانستان او پاکستان کې د القاعده ضد عملیاتو پایله کې دغې سیمې ته لاړل او د هېواد پر یوه لویه برخه یې ولکه ټینګه کړې وه.
یمن کې حکومتي چارواکي وايي، دوی د دغې ډلې ځپلو هڅې کوي او وايي هغه سیمې د دوی له ولکې وباسي، چې مخکې یې پرې کنترول تر لاسه کړی و.








