لویې کورنۍ پیشو امریکايي کورنۍ برمته کړه

دغه څلور کلنه پیشو نژدې ۱۰ کیلوګرامه وزن لري.
د عکس تشریح، دغه څلور کلنه پیشو نژدې ۱۰ کیلوګرامه وزن لري.

د امریکا اوریګن ایالت کې یوه کورنۍ وروسته تر هغه د بېړنۍ مرستې ۹۹۱ شمېرې ته په زنګ وهلو اړ شوه، چې له کورنۍ ۱۰ کیلوګرامه وزن لرونکې لویې پیشو څخه ځانونه خلاص کړي.

لوکسې پیشو په لومړي سر کې د کورنۍ پر اووه میاشتني ماشوم برید وکړ، خو د کورنۍ مشر لي پالمر چې پیشو لیرې واچوله، پیشو لا پسې په غوسه شوه.

پالمر وايي، د پورټ لنډ بېړنیو مرستو ته یې زنګ وواهه، چې "موږ د خوب خونه کې بند پاتې یو، او پیشو بهر ته د راوتلو اجازه نه راکوي".

دی زیاتوي: "کله مې چې پیشو پر شا ښه ووهله، سخته په غوسه شوه، داسې وغورمبېده، توا چې خوړلو ته مو یې اېښې ده".

د "اوریګن" ورځپاڼې د پالمر د ژغورنې خبرې راخیستې چې کله کله په تیلیفون کې پالمر د څلور کلنې قهرجنې پیشو د غبرګون له کبله تیلېفون بندوي.

پالمر وايي، لومړی یې پر څارویو د کنټرول خدمتي شمېرې ته زنګ وواهه، خو چې کار یې ورنه کړ، د بېړنیو خدمتونو مشهوره شمېره یې ونیوله.

د کورنۍ د مشر تیلېفوني خبرو کې په لوړ غږ د پیشو میو میو هم راغلي، چې د پالمر په وینا "دا یوه ډېره لویه پیشو ده، اوس موږ د خوب د خونې د ننه بند پاتې یو او پیشو بهر ده".

هغه د بېړنیو مرستو کارکوونکي ته وايي چې "ایا زما غږ اورئ؟".

پای کې پولیس بالاخره د پیشو په قابو کولو وتوانېدل، خو د هغې په کنټرولولو کې یې د سپي نیوونکو له جال څخه ګټه واخیسته.

تر پېښې وروسته، پالمر وویل، کورنۍ یې د یوه داسې ګام اخیستو په لټه کې ده، چې لوکس پیشو له ماشومانو لیرې وساتي، خو د پیشو کړه وړه له نژدې وڅاري.

د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې <link type="page"><caption> یوې امریکایۍ ښځې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/12/121210_hh-us-cat-killing.shtml" platform="highweb"/></link> په ټکساس ایالت کې وروسته تر هغه خپل میړه په تومانچه وویشت، چې د ښځې د پیشوګانو ځورولو ګواښ یې ښځې ته وکړ.