امريکا له ج سودان د بهرنيو جنګياليو وتل غوښتي

د عکس سرچینه، s
امریکا له جنوبي سودان نه د بهرنیو جنګیالو د وتلو غږ کړی او خبرداری یې ورکړی چې ښايي د حکومت او یاغیانو ترمنځ جګړه ټولې سیمې ته خوره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي دوی د تاوتریخوالي د هغو راپورونو په اړه اندېښنه لري چې له اوربند سره سره رامنځته کېږي.
اوربند يوه مياشت وړاندې د ولسمشر سلوا کيير د حکومت او د ولسمشر د مخکني مرستیال رېیک مشار د پلویانو ترمنځ رامنځ ته شو.
دغه تړون د ايتوپيا په پلازمېنه اديسه بابا کې د افريقايي منځګړو د هڅو په پايله کې وشو.
خو له هغه راوروسته دواړه غاړې يو بل د اوربند پر ماتولو ګرموي، چې هره يې غاړه يې ردوي.
د جنوبي سودان حکومت هغه څرګندونې رد کړي چې ویل کیږي دوی د اوربند ساتنې په موخه سیمې ته سوداني او کانګويي ځواکونه لیږلي.
په جنوبي سودان کې تېر ډسمبر وروسته له هغه کورنی کړکېچ راوټوکېد چې ولسمشر سلوا کيير خپل پخوانی مرستيال د ده پر ضد په کودتا کولو پړ وباله.
پر دغه مهال حکومت د پخواني مرستيال ولسمشر ۱۱ نژدې ملګري له ده سره د همکارۍ په تور ونيول.
خو پخوانی مرستيال رېيک مشار پر ده او د ده پر ملګرو لګېدلي تورونه له يوې مخې ردوي.








