روحاني سوریه کې د سولې منځګړیتوب ته چمتو دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني په ډاګه کړه، چې حکومت یې په سوریه کې د سولې منځګړتوب ته چمتو دی.
ښاغلی روحاني وايي، دا کار د خپلې هغې تګلارې د یوې برخې په توګه کوي، چې غواړي له نورو هېوادونو سره رغېدونکي اړېکې ولري.
د ایران ولسمشر واشنګټن پوست ته په خپله لیکنه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې دهغه د ټاکل کېدو له فرصت نه ګټه واخلي او له ایران سره په ګډه په منځني ختیځ کې د سیالیو په اړه خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، ولسمشر اوباما خوښ دی، چې د ملګروملتونو دراتلونکې عمومې غونډې په څنډو کې له ښاغلي روحاني سره وویني.
د امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼې د حسن روحاني له قوله یوه خپره کړې مقاله کې ویلي چې "تهران د سوري حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د خبرو لپاره د لارې هواري کې همکارۍ ته چمتو دی".
روحاني-چې په وروستیو کې یې د امریکا او نړیوالې ټولنې پروړاندې دریځ او خبرو کې نرمښت احساس شوی- ټینګار لري چې د سوریې کړکېچ کې د سولې لپاره بنسټیز رول ولوبوي.
له حقونو تېرېدل
ایراني ولسمشر راتلونکې اوونۍ نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې پرمهال د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د لیدلو غوښتنه کړې ده، او وايي چې د نړۍ مشران باید "له فرصته ګټه واخلي" او له ایران سره خپلې لانجې پای ته ورسوي.
هغه وویل "په ښه ډول د دیپلوماتیکو هڅو نژدېوالی دا نه دی، چې انسانان نورو ته له خپلو حقونو تېر شي، بلکې خپلو سیالانو ته متقابل درناوی او له هغوی یو شان وېره ولري".
بل خوا، د سوریې مرستیال لومړي وزیر قدري جمیل د برتانیا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې دمشق سوریه کې د سولې په تړاو د ژنیوا ۲ کنفرانس په لړ کې د سولې په تړاو پرېکړې رسېدو کې اوربند ته چمتو دی.
هغه دا هم ویلي، دا اوربند هله ممکن دی، چې د حکومت مخالفې ډلې هم اوربند ته غاړه کېږدي، او د ملګرو ملتونو او بې پرې دوستو هېوادونو څارونکي دغه بهیر کنټرول کړي.
هغه ویلي، چې سوریه کې هېڅ یوه خوا هم له پوځي لارې نه شي کامیابېدلی " نه وسله وال مخالفین او نه هم واکمن نظام د هغوی د ځپلو او له منځه وړلو پوره توان لري".
جمیل پخپله مرکه کې ویلي، چې د سوریې روانې جګړې له پیلېدو راهیسې د دغه هېواد اقتصاد ته نژدې سل میلیارد ډالر زیان اوښتی، چې ټیک د دوو کلونو له عادي تولید سره یې برابر دی.
خو د سوري حکومت دوو مخالفو جنګېدونکو ډلو عزاز ښار کې د اوربند چمتووالی ښوولی دی.
'په عراق او سوریه کې د اسلامي حکومت' یا Isis او د 'سوریې ازاد پوځ' حکومت ضد ډلو، چې له القاعدې شبکې سره د تړاو شک پرې کېږي، په شمالي ښار کې له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې د اوربند اعلان کړی.
د سوریې ازاد پوځ بیا د لوېديځ له ملاتړه برخمن دی.
د بي بي سي یو خبریال پاول ووډ وايي، له ترکیې سره د سوریې پر پوله عزاز ښار کې یادو ډلو نښتې کړې، چې بیا وروسته یې موافقه وکړه، چې بندیان به سره تبادله کړي.








