"مالي کې د القاعده ځايي مشر وژل شوی"

د خپريدو وخت: 05:17 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

باور دی چې عبد الحميد ابو زيد په دې سيمه کې د القاعدې تر ټولو سخت زړی قوماندان دی.

داسې راپورونه چې پخلی يې نه دی شوی، وايي د افريقا ساحل يا سمندرغاړې سيمه کې د القاعدې قومندان عبد الحميد ابو زيد د مالي په شمال کې وژل شوی دی. په داسې حال کې چې د فرانسې ځواکونو پر دغو راپورنو له تبصرې ډډه کړې، د چاډ ولسمشر ويلي چې د هېواد ځواکونو يې دغه اورپکی مشر وژلی دی.

باور کېږي چې په دغه سيمه کې يو شمېر فرانسوي يرغمل ابو زيد نيولي وو. د بي بي سي لوېديځې افريقا خبريال توماس فېسي د سېنېګال له پلازمېنې په خپل راپور کې وايي دا خبره چې عبد الحميد ابو زيد مړ شوی او يا نه، لا تر اوسه لويه پوښتنه ده.

په چاد کې د مخالفو ګوندونو يو مشر بي بي سي ته د دې پخلی کړی چې د دغه هېواد ولسمشر ادريس ديبي ادعا کړې چې ښاغلی ابو زيد د چاډ عسکرو په لاس د مالي شمال کې وژل شوی دی.

ولسمشر ديبي دغه څرګندونې د چاډ پلازمېنه کې د مخالفو سياستوالو يوې ډلې ته په وينا کې کړې. خو نور تفصيل يې نه دی ورکړی. دا خبره له هغو نا تائيد شويو راپورونه سره په تضاد کې ده، چې له دې مخکې فرانسوي رسنيو ورکړي وو.

"دا پوښتنه چې دی په کوم هوايي بريد کې وژل شوی، يا مځکنيو ځواکونو وژلی، لا تر اوسه شته او د فرانسې حکومت تر دې مهال له دې ډډه کړې چې د دغو راپورنو پخلی وکړي او يا يې رد کړي."

په هغو راپورونو کې ويل شوي وو، چې د القاعدې ډلې دغه قومندان د فرانسوي پوځ له ټوليو سره په جګړه کې وژل شوی و. دا پوښتنه چې دی په کوم هوايي بريد کې وژل شوی، يا مځکنيو ځواکونو وژلی، لا تر اوسه شته او د فرانسې حکومت تر دې مهاله له دې ډډه کړې چې د دغو راپورنو پخلی وکړي او يا يې رد کړي.

خو کره سرچينو ويلي د هغه جسد بېلګې چې باور دی د ابو زيد وي، د (DNA) ازموينو لپاره الجزاير ته وړل شوي دي. که د ده د مړینې پخلی وشي، نو سمدلاسه به د يو شمېر هغو فرانسوي يرغملانو په اړه پوښتنې راپورته کړي، چې په پراخه توګه بارو کېده چې تر دې مهاله د ابو زيد په بند کې وو.

باور دی چې عبد الحميد ابو زيد په دې سيمه کې د القاعدې تر ټولو سخت زړی قومندان دی او بارو کېږي چې په ۲۰۰۹ کال يې يو برتانوي همده اعدام کړی او ۲۰۱۰ کال کې د يو بل فرانسوي سړي د وژنې پړه د همده پر غاړه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>