
د القاعده څانګې کسان تښتول شوي لوېدېځوال د ښه نیت له مخې نه خوشي کوي. وکي هډلسټن
یوې پخوانۍ امریکايۍ سفیرې بي بي سي ته ویلي، فرانسې د برمته شویو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې د مالي هغو سخت دریځو ته تاوان ورکړی، چې اوس ورسره جګړه کوي.
وکي هډلسټن ویلي فرانسې د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د نایجریا د یورانیمو له یوه کان څخه د تښتول شویو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې څه باندې ۱۱ میلیونه ډالر تاوان ورکړی.
د نوموړي په خبره د جرمني په شمول نورو اروپايي هېوادونو هم تاوان ورکړی، چې ټولټال نژدې ۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. فرانسې تل د برمته شویو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې د پېسو ورکړه رد کړې.
د فرانسوي پوځیانو په مشرتابه له جګړو وروسته د مالي په شمالي سیمو کې د سولې ټینګولو هڅې کېږي، چې دوې اونۍ مخکې اسلامي سخت دریځي له دې سیمو په شا شول.
د جمعې په ورځ یوه ځانووژونکي بریدګر په ګاوو ښار کې د پوځیانو خوا ته په ځان پورې تړلي باروت وچودل، چې له کبله يي یو پوځي ټپي شو. دغه برید د القاعده اړوند کسانو وکړ.
د پوځیانو خپل منځي شخړه
بل لور ته په پلازمېنه باماکو کې د پوځیانو په خپل منځي شخړه کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. دغه نښتنه د ځمکنیو ځواکونو او ( سره خولۍ )نومي پراشوټي ځواکونو تر منځ وشوه.
د هډلسټن په وینا د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د نایجریا د کان برمته شوي کسان یوازې د تاوان په بدل کې خوشي شول. نوموړې د بي بي سي په نیوزاور خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل:
هغو ټولو اروپايي هېوادونو دغه خبر رد کړی، چې د برمنته شویو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې يي تاوان ورکړی و. د دې وجه داده، چې د تاوان پېسې په غیر مستقیم ډول د مالي د حکومت په لاس ورکړل شوې وې. د نوموړې په وینا کله، چې زه په مالي کې وم، نو د ګاوو والي، چې اوس مړ شوی، له القاعده فی البلاد المغرب سره د خبرو له ګډونوالو څخه یو و. د هغې په وینا د القاعده څانګې کسان تښتول شوي لوېدېځوال د ښه نیت له مخې نه خوشي کوي.












