
"ګاوو" ښار په تېر اپریل کې د طوارق اورپکو او اسلام پالو لاس ته لوېدلی و.
د مالي پوځ وایي یوه ځانوژونکي برید ګر په ځان پورې تړلي باروت په شمالي ښار "ګاوو" کې یوې پوستې ته نژدې وچودل. دا په تېرو دوو ورځو کې دویمه ورته پېښه ده چې کېږي. په مخکینۍ پېښه کې هم یوه موټرسایکل سپاره سړي ځانوژونکی برید وکړ او یو مالي عسکر یې ټپي کړ.
ګاوو ښار تېره میاشت د مالي اوفرانسوي ځواکونو له لوري د اسلامپالو سخت دریځو څخه ونیول شو . د جمعې په ورځ یوه ځانووژونکي بریدګر په ګاوو ښار کې د پوځیانو خوا ته په ځان پورې تړلي باروت وچودل، چې له کبله يي یو پوځي ټپي شو. دغه برید د القاعده اړوند کسانو وکړ.
له دې مخکې په پلازمېنه باماکو کې د پوځیانو په خپل منځي شخړه کې یو کس ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول. دغه نښتنه د ځمکنیو ځواکونو او ( سره خولۍ )نومي پراشوټي ځواکونو تر منځ وشوه.
د تېرې جنوري په وروستیو کې د فرانسې په مشرۍ په مالي کې د عملیاتو په لړ کې ګاوو ښار له اورپکو ونیول شو. د فرانسې چارواکو هغه مهال وویل، چې د ګاوو ښار هوايي ډګراو د جنوبي سیمې مهم ستراتیژیک پله امنیت به ټينګ وساتي.
فرانسوي پوځي چارواکو دا هم ویلي و، له ګاونډي چاډ څخه اوس د ګاوو لوري ته روان دي، چې هلته د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي. دغه ښار په تېر اپریل کې د طوارق اورپکو او اسلام پالو لاس ته لوېدلی و.












