
د بي بي سي خبریال پېټرباوز وايي پولیس اوس د نوموړي د نیولو لپاره له خلکو مرسته غوښتې.
د امریکا په لاس انجلس ښار کې چارواکو د یوه پخواني پولیس په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې د یو میلیون ډالرو ورکولو اعلان کړی. د پولیسو په پخواني افسر کرسټوفر ډورنر تور دی، چې درې کسان يې وژلي دي.
په جنوبي کلفورنیا کې له برید وروسته کرسټوفر ډورنر بې درکه دی. د بي بي سي خبریال پېټرباوز وايي پولیس اوس د نوموړي د نیولو لپاره له خلکو مرسته غوښتې.
د جایزې د اعلانولو پر مهال د لاس انجلس ښاروال اینټونیو ویلارایګوسا وویل د ترهګرۍ د دور پای ته رسېدل ضروري دي.
ډورنر د انټرنیټ له لارې له هغو پولیس افسرانو د غچ اخیستنې خبره کړې وه، چې د نوموړي په خبره د ۲۰۰۸ کال په اږدو کې له دندې د ده د ګوښه کېدو مسوول وو.
د اعلان پر مهال ښاروال ویلارایګوسا زیاته کړه، موږ نه شو کولای د ترهګرۍ دغه دور وزغمو، چې له موږ نه يي ذهني ارامتیا تروړلې ده، چې د جنوبي کالفورنیا اوسېدونکي يي مستحق دي.
د لاس اینجلس پولیسو پر پخواني کارکوونکي ډورنر تور لګېدلی، چې درې کسان يې وژلي دي. په وژل شویو کې د هغه تقاعد کپتان لور هم شامله ده، چې د ۲۰۰۸ په څېړنو کې يي د ډورنر استازیتوب کاوه.
"پولیس د بګ بيېر لیک سیمې په شاوخوا کې د پلټنې چارې پر مخ بیايي. دغه سیمه کې د ډورنر سوځېدلی ګاډی موندل شوی و."
اوس مهال پولیس د ۵۰ کورنیو د غړو ساتنه کوي، چې ډېر يي د لوس اینجلس پولیسو دي. ډورنر د یادو کورنیو له کسانو د غچ اخیستنې خبره کړې ده او د نوموړي په وینا همدا کسان له دندې د نوموړي د شړلو په قضیه کې ښکېل وو.
پر انټرنیټ د هغه له خپاره شوي منشوره معلومیږي، چې د نوموړي پر ضد ځینې فعالیتونه د توکمپالنې پر اساس شوي دي.
پولیس د بګ بيېر لیک سیمې په شاوخوا کې د پلټنې چارې پر مخ بیايي. دغه سیمه کې د ډورنر سوځېدلی ګاډی موندل شوی و.
د امریکايي سمندري ځواک پخوانی احتیاط پوځي ډورنرد دروغ ویلو له امله دنده له لاسه ورکړې وه. د محکمې د اسنادو له مخې ډورنر هغه مهال خپله دنده له لاسه ورکړه، چې د خپل روزونکي افسر خلاف يي شکایت کې ویلي و، چې هغه د نسیان ( هېرجن) ناروغ تورن د توقیف پر مهال په لغتو وهلی.












