
په مېساچوسټس او کینټیکټ ایالتونو کې د جمعې له ورځې راهیسې د ټرافیک پر مخ لارې تړل شوې دي.
د امریکا په شمالي ایالتونو کې د درنو واورو اورښت د مخابراتو او ترافیک سسټم ګډوډ کړی. د امریکا د شمال ختیځو ایالتونو په ځینو برخو کې تر درې فوټه واوره شوې او دغه ایالتونه له احتمالي سخت واورین توپان سره مخامخ دي.
د درنو واورو د اورښت له امله زرګونه الوتنې ځنډول شوې دي. د امریکا د هواپېژندنې ادارې مسوولین وايي په لاندنیو تودو سیمو او قطب شمالي کې د پورته شویو دوو تاوونو له امله داسې احتمال شته، چې امریکا کې سخت واورین توپان راشي.
په نیوجرسي، نیویارک، میساچوسټس، روډ ایلنډ، او کینټیکټ ایالتونو کې د توپان په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
په مېساچوسټس او کینټیکټ ایالتونو کې د جمعې له ورځې راهیسې د ټرافیک پر مخ لارې تړل شوې دي.
ټوله امریکا کې ۴۲۰۰ الوتنې لغو شوې او د جمعې په ورځ د نیویارک او بوسټن تر منځ د ریل ګاډي تګ راتګ هم وځنډول شو.
د مېساچوسټس ایالت په هیوسټن ښار کې ټول ښوونځي تړل شوي دي او د دغه ایالت ګورنر(والي) ټامس مینینو له خلکو غوښتي، چې په کورونو کې پاتې شي.
"د مېساچوسټس ایالت په هیوسټن ښار کې ټول ښوونځي تړل شوي دي او د دغه ایالت ګورنر(والي) ټامس مینینو له خلکو غوښتي، چې په کورونو کې پاتې شي."
د نوموړي په خبره دی له خلکو غواړي، چې هوښیار شي او له کورونو بهر ته و نه وځي. په هیوسټن کې د درې فوټه واورې اورېدو وړاندوینه شوې، چې د دغه ښار په تاریخ کې په یوه ځل تر ټولو درنه واوره اورېدنه ده. دغه ښار کې د ۲۰۰۳ کال په ژمي کې ۲۷ اعشاریه درې انچه واوره شوې وه.
بل لور ته له نیویارکه تر کینټیکټ ایالته د پطرولو د نشتوالي په اړه راپورونه ورکړل شوي دي، ویل کېږي، چې د پطرولو تر لاسه کولو لپاره په پطرول پمپونو کې د ګاډو اوږده کتارونه تر سترګو کېږي.
نیویارک ښار کې هم د ۱۲ انچه واورې اورېدنې وړاندوینه شوې ده. د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ ویلي د واورې له منځه وړلو لپاره يي ۲۵۰ زره ټنه مالګه چمتو کړې ده.
د امریکا په ساحلي سیمو کې برېښنا نه شته.
پروسږ کال د امریکا په متحده ایالتونو کې د سمندري توپان سېنډي د راتګ له امله سلګونه زره کسان اغېزمن شول او نژدې ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.












