
د تازه اټکل له مخې د توپان د زيان کچه ۵۰ ميليارده ډالره تخمين شوې چې د پخواني اټکل دوه برابره ده.
د امريکا په شمال ختيځ کې د سنډي توپان په پايله کې د وژل شويو شمېر ۹۰ کسانو ته رسېدلی او د دغې شمېرې د زياتوالي وېره شته ده.
د دغه څو ورځني توپان له امله د وژل شويو ۳۸ تنه يې د نيويارک ښار دي او ډېر نور لا تري تم دي.
له توپان وروسته اوس د ترانسپورت، روغتيا، برېښنا او اوبو د سيستمونو پر بيا فعالېدو کار روان دی، خو لا هم د امريکا په ۱۲ ایالتونو کې ميليونونه کسان برېښنا نه لري او د سون توکو له کمښت سره مخامخ دي.
د ملي ګارد ځواکونه د نيويارک د اوسېدو سيمو ته په پاکټونو کې پخه ډوډۍ او د څښلو د پاکو اوبو بوتلونه وروړي.
د ژغورنې کارکوونکي اوس د ځپل شويو سيمو په ځانګړي ډول د سټېټن په ټاپو کې کور په کور پلټنې کوي.
د نيويارک له دغې جنوب لوېدېځې سيمې تر اوسه لږ تر لږه د ۱۵ کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي.
د سټېټن په ټاپو کې هغه کورونه چې په ټيټه کې پراته وو سمندري توپان په کې لويه تباهي رامنځته کړې او کورونه يې له بېخه چپه کړي دي.
د تازه اټکل له مخې د توپان له امله د اووښتي زيان کچه ۵۰ ميليارده ډالره تخمين شوې چې د پخواني اټکل دوه برابره ده.
د نيويارک په ښار او نيو جرسي ايالت کې اوس هم د تيلو زيات پمپ سټېشنونه بند دي او هغه چې پرانستي دي، خلک ورته په اوږدو ليکو کې ولاړ دي.
د نيويارک پر سړکونو د ګڼې ګوڼې د کمېدو لپاره خلکو ته په اورګاډو او بسونو کې د مفته سفر اسانتياوې برابرې شوي دي.
تمه ده چې د نيويارک ډېرې سيمې د شنبې تر ورځې بېرته عادي حالت ته ور وګرځي، خو د يو شمېر سيمو پاکول ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.












