
له نورې نړۍ سره د امريکا سوداګری د تېرو کلونو پرتله لوړه شوې ده
له نورې نړۍ سره د امريکا سوداګری د تېرو ۳ کلونو پرتله لوړه شوې، او د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت په وينا يې ارزښت په تېر دسمبر کې ۳۸،۵ مليارډ ډالرو ته رسېدلې و.
په نړيواله کچه د تېلو لوړ پلور د دغه هېواد صادرات زيات کړي په داسې حال کې چې واردات يې بيا کم شوي وو.
په ټول ۲۰۱۲ کال کې د خامو تېلو واردات له ۱۹۹۷ کال راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي وو.
ورکړل شوي معلومات ښيي چې د امريکا اقتصاد د تېر کال ورستي فصل کې د اټکل پرتله ډېر پياوړی و.
د دغو شمېرو له مخې کېدی شي د کال دې موسم کې د سوچه کورنيو توليداتو (GDP) کې پر ۰،۱ سلنه کلني کمښت بيا غور وشي، چې د دغو شمېرو له خپرېدو مخکې يې حساب شوی و، او شمېرې يې د پراخېدونکې سوداګريزې تشې پر اټکلونو ولاړې وې.
د مارکېټ په نامه د مالي معلوماتو ادارې جګپوړی اقتصاد پوه کرېس ويليمسن وايي: "اقتصاد دومره بد نه و، لکه څنګه يې چې د کال څلورم فصل کې د (GDP) لومړيو شمېرو څرګندونه کوله. دغه شمېرې د کال له بدلېدو سره د نړيوال اقتصاد په زياتېدونکي ډول لا ځلنده انځور ورکوي."
ټولټال صادرات ۱۸۶،۴ مليارډ ډالرو ته لوړ شوي، چې له نومبره ۳،۹ مليارډ ډالره لوړ وو. له بهره د کمو تېلو په پېر سره واردات د ۶،۲ مليارډ ډالرو په ارزښت ۲۲۴،۹ مليارډو ته لوېدلي وو.
د چين سوداګريزه تشه
د لوړې فرېکونسۍ اقتصاد ادارې جګپوړی امريکايی اقتصاد پوه جيم اوسيليوان وايي دغه شمېرې د اوکتوبر-دسمبر فصل اوږدو کې پر اقتصادي ودې ۰،۷ سلنه ټکي ورزياتوي.
دا به په کلنی ډول ۰،۶ سلنه ودې معنا ولري. راتلونکی اټکل ټاکل شوی د فبرورۍ پر ۲۸ مه راووځي.
خو د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې له چين سره د امريکا اقتصادي تشه ۳۱۵ مليارډ ډالرو ته لوړه شوې، چې له يوه هېواد سره تر ټولو ستره تشه بلل کېږي.
دا واقعيت د امريکا صنعتي شرکتونو لپاره د ناخوښۍ لامل دی، چې باور کوي چينايان په ناعادلانه ډول له خپل کمزوري پولي واحد ګټه پورته کوي.
د امريکايی صنعتونو ټولنې مشر سکاټ پاول وايي:"کانګرېس او د حکومت اداره بايد د پيسو بيې کنټرولونې پر وړاندې ګام پورته کړي."












