د امريکا اقتصادي ودې کچه د روان کال په درېيمه ربع کې لوړه شوې ده.
نوې شمېرې ښيي چې د جولاى، اگست او سپتمبر په مياشتو کې د امريکا په اقتصادي کلنۍ وده کې په سلو کې دوه زياتوالى راغلى.
دا شمېرې چې د اقتصادي پرمختگ په تړاو د شويو وړاندوينو په پرتله ښې وې، وروستۍ هغه دي چې تر ولسمشريزو ټاکنو دمخه خپرېږي.
په ټاکنيزو سياليو کې اقتصاد اصلي عنصر بلل کېږي.
د بي بي سي د اقتصادي چارو خبريال وايي ولسمشر اوباما ښايي دا د پرمختګ د نښې په توگه تعبير کړي خو د هغه سيال مېټ رامني ښايي دې ته په اشارې سره و وايي چې د اقتصاد د بيارغېدنې بهير ډاډمن نه دى












