
د جماعت اسلامي ګوند غړی عبدلقادر ملا د یادې محکمې لخوا په عمري بند محکوم شو.
بنګله دېش کې د جنګي جرمونو یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد د مهم اسلامپالي ګوند یو مشر په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستانه د خپلواکۍ اخېستلو د جګړې پر مهال د وژنې په ګډون یو شمېر قضیو کې مجرم بللی دی.
د جماعت اسلامي ګوند غړی عبدلقادر ملا د یادې محکمې لخوا په عمري بند محکوم شو.
د اټکل له مخې په یاده مبارزه کې کابو درې میلیونه بنګله دېشیان وژل شوي وو. دولس کسان، چې ډېر یې د جماعت اسلامي غړي دي، محکمې ته ورپېژندل شوي دي. په دوی کې یو تن وار له مخه د مرګ په سزا محکوم شوی دی.
دغه ځانګړې محکمه د هغو کسانو د محاکمه کولو لپاره جوړه شوې، چې په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستاني ځواکونو سره په همکارۍ تورن شوي دي. خو مخالفین حکومت په سیاسي دښمنۍ تورنوي.
دغې محکمې تر اوسه د جماعت اسلامي ګوند د یو شمېر مشرانو په ګډون ځینې کسان د دې تورونو له امله بندیان کړي، خو نیول شوي کسان دغه تورونه ردوي.
"جماعت اسلامي په ۱۹۷۱ کې د بنګلادېش د خپلواکۍ تحریک مخالفت کړی و او پرې د پاکستاني پوځ په ادعا شویو جرمونو کې د ګډون تورونه لګېدلي."
جماعت اسلامي په ۱۹۷۱ کې د بنګلادېش د خپلواکۍ تحریک مخالفت کړی و او پرې د پاکستاني پوځ په ادعا شویو جرمونو کې د ګډون تورونه لګېدلي.
د ۱۹۷۱ کال په دسمبر کې بنګله دېش له پاکستانه بیل شو او د یوه خپلواک هېواد په توګه یې د نړۍ په نقشه کې ځای وموند.
په هغه جګړه کې، چې د ۱۹۷۱ په لومړیو کې پیل شوه او تر ۹ میاشتو یې دوام وکړ د یو شمېر بنګله دېشې فعالانو په وینا درې سوه زره کسان ووژل شول.












