په بنګله دیش کې چارواکي وايي په پلازمینه ډاکه کې د جامو په یوې فابریکې کې د اور لګېدو له امله اووه تنه ښځینه کارکوونکې مړې شوې دي.
په پېښه کې لس نور کسان ټپیان شوي چې د څلور روغتیايي حالت ښه نه دی.
چارواکي وايي اکثره کارکوونکې له اوره د تېښتې پرمهال د نورو کسانو ترپښو لاندې مړه شول.
د فابریکې د ودانۍ دویم پوړ په بشپړه توګه سوځېدلی او د اور لګېدنې علت نه دی معلوم شوی.
دوه میاشتې مخکې هم په ډاکه کې د جامو په یوې فابریکې کې د اورلګېدنې په یوې ورته پېښه کې له سلو ډېر کسان مړه شول.












