
منتقدین وايي چې د ښاغلي ازاد محاکمه کېدل سیاسي اړخ لري.
بنګله دېش کې د جماعت اسلامي ګوند یوه پخواني مشر ته ۴۰ کاله مخکې د دغه هېواد د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د بشر ضد جرمونو تر سره کولو له امله د مرګ سزا ورکړل شوې.
پلازمېنه ډاکه کې یوې ناندریزې محکمې د دوشنبې په ورځ د مولانا عبدالکلام ازاد په غیابت کې دغه پرېکړه وکړه.
په مولانا ازاد دغه تورونه تېر کال پورې شوي وو. د نوموړي د کورنۍ په وینا هغه تېر کال اپریل کې د امنیتي ځواکونو له لوري له نیول کېدو مخکې له هېواده ووت.
له هېواده د هغه له تېښتې وروسته جماعت اسلامي د هغه غړیتوب لغو کړ او امنیتي ځواکونو د هغه یو زوم او دوه زامن ونیول.
نوموړی لومړی کس دی، چې د بنګله دېش حکومت له لوري تشکیل شوې (د نړیوالو جرمونو ضد محکمې) محکوم کړی.
منصفه پلاوي وویل مولانا عبدالکلام ازاد نه یوازې د ۱۹۷۱ کال د خپلواکۍ په جګړه کې شپږ کسان په ډزو وژلي بلکې پر یوه هندوه ښځه یې جنسي تېری هم کړی.
د نوموړي پلویان وايي دغه تورونه د هغه پلان برخه دي، چې د بنګله دېش حکومت یې د مخالفو ګوندونو د مشرانو پر ضد پلي کوي.
حکومت د مولانا ازاد لپاره مدافع وکیل هم ټاکلی و، خو د هغه په وینا د تورن د دفاع لپاره د هغه کورنۍ د شاهدانو په موندلو کې هېڅ مرسته ونه کړه.
"دغې محکمې تر اوسه د جماعت اسلامي ګوند د یو شمېر مشرانو په ګډون ځینې کسان د دې تورونو له امله بندیان کړي، خو نیول شوي کسان دغه تورونه ردوي."
د نړیوالو جرمونو محکمه د بنګله دېش حکومت د هغو وګړو د محاکمه کولو لپاره جوړه کړې، چې د دغه هېواد د خپلواکۍ د جګړې پر مهال یې د څو میاشتني زورزیاتي پر مهال له پاکستاني پوځیانو سره جوړ جاړی کړی و او د زور زیاتي په پېښو کې د لاس لرلو تورونه پرې لګېدلي. ملګري ملتونه دغه محکمه په رسیمت نه پېژني.
دغې محکمې تر اوسه د جماعت اسلامي ګوند د یو شمېر مشرانو په ګډون ځینې کسان د دې تورونو له امله بندیان کړي، خو نیول شوي کسان دغه تورونه ردوي.
جماعت اسلامي په ۱۹۷۱ کې د بنګلادېش د خپلواکۍ تحریک مخالفت کړی و او پرې د پاکستاني پوځ په ادعا شویو جرمونو کې د ګډون تورونه لګېدلي.
د ۱۹۷۱ کال په دسمبر کې بنګله دېش له پاکستانه بیل شو او د یوه خپلواک هېواد په توګه یې د نړۍ په نقشه کې ځای وموند.
په هغه جګړه کې، چې د ۱۹۷۱ په لومړیو کې پیل شوه او تر ۹ میاشتو یې دوام وکړ د یو شمېر بنګله دېشې فعالانو په وینا درې سوه زره کسان ووژل شول.












