
پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله د بنګله دېشي لوبغاړو سفر لغوه شوی دی.
بنګله دیش ویلي چې پاکستان ته د بنګله دېشي کریکټ لوبغاړو سفر لغوه شوی دی.
د بنګله دېش کریکټ بورډ اعلان کړی، چې دغه سفر یې پاکستان کې د وروستیو خونړیو پېښو له کبله لغوه کړی دی.
د بنګله دېش د کریکټ بورډ مشر ناظم الحسن د تېر دسمبر پر ۳۱مه په ډاکه کې خبریالانو ته ویلي، چې لوبغاړي به یې په راتلونکې جنورۍ کې پاکستان ته ولاړ شي.
دا تر ۲۰۰۹ کال وروسته پاکستان ته د بنګله دېشي لوبغاړو لومړی سفر دی.
په ۲۰۰۹ کال کې لاهور کې اورپکو پر سري لانکايي کریکټ لوبغاړو برید وکړ.
نظام الحسن ویلي: "د اوس لپاره بنګله دېشي لوبغاړي پاکستان ته نه ځي. زموږ د لوبغاړو او د ورزشي چارواکو امنیت تر هرڅه ډېر موږ ته مهم دي."
د پاکستان کریکټ بورډ هم ویلي، چې د بنګله دېشي لوبغاړو سفر پاکستان کې د امنیتي وضعیت له کبله لغوه شوی دی.
بنګله دېش ویلي، چې پاکستان ته یې ددغه سفر د لغوه کولو په اړه رسمي خبر ورکړی دی.
نظام الحسن ویلي، چې د لوبغاړو د سفر لغوه کولو په باب دا پرېکړه هغوی ته ډېره ګرانه وه.
هغه وايي: "موږ ژمنه کړې وه، چې پاکستان ته به سفر کوو. د کریکټ نړیوالې شورا په جدول کې هم دا سفر تایید شوی و."
په پام کې وه چې بنګله دېش د ۲۰۱۲ په اپرېل کې د پاکستان لاهور ښار ته د یوې ورځنیو۲۰ اووریزو سیالیو لپاره د کریکټ لوبغاړي ولېږي.
خو په ډاکه کې سترې محکمې د امنیتي اندېښنو له کبله دغه سفر لغوه کړ.












