
ټول ټال هند په خپلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ١٩٠ منډې خپلې کړې.
په احمد اباد کې ترسره شوې دغې لوبې کې هم د پاکستان د شل اوريزو لوبو کپتان محمد حفيظ پچه وګټله او لومړى يې هند ته د منډو بلنه ورکړه.
درې ورځې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم حفيظ ورته کار کړى و چې هند يې له خورا ستونزو مخامخ کړ.
خو په دې دويمه لوبه کې هندي لوبغاړو خورا ډېرې منډې وکړې.
يوراج سېنګ د اوو شپږيزو او څلورو څلوريزو په مرسته په يوازې ٣٦ توپونو ٧٢ منډې وکړې.
کپتان دوني په ٢٣ توپونو ٣٣ او رايني ٢٦ منډې وکړې.
ټول ټال هند په خپلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ١٩٠ منډې خپلې کړې.
په ځواب کې پاکستان ښه لوبه پيل کړه.
په ١٠ اوور کې پاکستان ٧٤ منډې درلودې او لا يې څوک نه و سوځېدلي.
خو ناصر جمشيد وسوځېد او ورپسې نور لوبغاړي هم تر ډېره ټينګ نه شول.
کپتان محمد حفيظ بيا پنځوسيزه وکړه خو ٥٥ منډې يې ډېرې نه وې.
په پاى کې د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو پاکستان ١٨١ منډې وکړې.
د دوو شل اوريزو لوبو لړۍ يو په يو مساوي پاى ته ورسېده.
عمر ګل چې په لومړۍ لوبه کې يې درې لوبغاړي سوځولي وو دا ځل څلور کسه وسوځول او وځلېد.
هند او پاکستان به اوس درې يو ورځنۍ لوبې کوي.
که چېرې هند درې سره لوبې وګټلې نو په يو ورځنيو لوبو کې به د نړۍ اول نمبر هېواد پاتې شي.
خو پاکستاني لوبغاړي وايي دوى د ګټلو په هيله هند ته ورغلي دي.
د کرېکټ مينه وال په دې باور دي چې دغه لړۍ به خورا خوندوره او د ښې سيالۍ وي.
















