
د پاکستان د کرېکټ لوبډله له پنځه کلن ځنډ وروسته هند ته د سیالیو لپاره ورځي
په پام کې ده چې له پنځو کلونو وروسته د پاکستان د کرېکټ لوبډله هندوستان ته لاړه شي او د هندوستان د کرېکټ له لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د پاکستان د کرېکټ لوبډله هند ته په دې سفر کې له هندي لوبډلې سره دوه د شلو شلو اورونو او درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي.
د دواړو هېوادونو د کرېکټ چارواکو ترمنځ اړیکې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې له ترهګرو بریدونو وروسته چې شاخوا ۱۷۵ کسان په کې ووژل شول، خرابې شوې وې.
خو اوس چې د دواړو هېوادونو اړیکي د پخوا په پرتله ښې شوې دي د پاکستان د کرېکټ لوبډله هند ته د سیالیو لپاره ځي.
د دې سیالیو لومړنې هغه به په بنګلور کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د سې شنبې په ماښام ترسره شي.
په دې سیالیو کې د هندوستان چپ لاسی بالر ذهیر خان برخه نه لري.
بل تکړه او مشهور لوبغاړي سچن ټنډولکر هم له یو ورځنیو لوبو د استعفا اعلان کړی.
امنیتي تدابیر
د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ سیالي په بنګلور کې ترسره کېږي.
په بنګلور کې د لوبغالي سخت امنیت نیول شوی دی.
د بمونو د خنثی کولو ډلې، پلټونکي سپي او ۵۰۰۰ پولیس دغلته د امنیت ساتلو په موخه ګومارل شوي دي.
په همدې حال کې ځینو ډلو ویلي چې د پاکستان او هند ترمنځ د ټولو لوبو پرمهال به په مظاهرو لاس پورې کړي.
خو امنیتي چارواکي وايي دا چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د کرېکټ د دغو سیالیو پرسر هوکړه کړې هیڅ یوې ادارې او ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د پاکستان او هند ترمنځ د کرېکټ لوبې ګډې وډې کړي.
په تېر جولای کې د پاکستان او هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ډیلي کې سره ولیدل او موافقه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سپورتي سیالۍ ډېرې شي.
د هند او پاکستان د کرېکټ لوبډلې په وروستي ځل په سریلنکا کې د شلو شلو اورونو د نړیوال جام په سیاليو کې مخامخ شوې وې.












