
یوراج چې کیڼ لاسې سلوبالر دې په خپلو څلورو اورونو کې یې د ۱۹ منډو په ورکولو ۳ انګلیس لوبغاړي وسوځول
د هندوستان کریکټ لوبډلې انګلستان ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې دهندوستان په پونې ایالت کې ترسره شوه، د دواړو لوبډلو تر منځ دروانو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه.
د لوبې پچه انګلستان وګټله او پخپله یې د منډو کولو پریکړه وکړه.
انګلستان د ټولو شلو اورونو په لوبولو سره د شپږو لوبغاړو پر مټ ۱۵۷ منډې جوړې کړې، اوخپلې سیالې ډلې ته یې د ۱۵۸ منډویواسان هدف وټاکه.
د انګلستان له اړخه په توپ وهنه کې الیکس هیل تر ټولو زیات وځلېد او د ۷ څلوریزو او دوو شپږیزو پر مټ یې ۵۶ منډې وکړې.
د هیل سربیره لوک رایټ او بوټلرهم ښه لوبه وکړه، او په ترتیب سره یې ۳۴ او ۳۳ منډې وکړې .
د هندوستان لخوا یوراج سنګ ښه بالینګ ترسره کړ.
یوراج چې کیڼ لاسې سلوبالر دې په خپلو څلورو اورونو کې یې د ۱۹ منډو په ورکولو ۳ انګلیس لوبغاړي وسوځول.
دغه راز اشوک ډینډا ۲ او اشوین یو لوبغاړی وسوځاوه.
هندوستان د ۱۵۸ منډوهدف د۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ اورونو کې پوره کړاو لوبه یې خپله کړه.
دهند له لوري په بیټنګ کې هم یوراج سنګ تر نورو ښه وځلېد او ۳۸ منډې یې وکړې.
یوراج سنګ د خپلې ښې لوبې له کبله د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شو.
هندوستان تر دې وړاندې په ټیسټ لوبو کې له انګلستان څخه ماتې خوړلې وه چې تر ماتې وروسته یې کپتان مهندراسنګ تر کلکو نیوکو لاندې راغلی و او ډېری هندیانو د دې د لرې کېدو غوښتونکي وو.












