افغان کريکټ بورډ نوى اجرايوي رييس وټاکۀ

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391
نور محمد مراد

ډاکټر نور محمد مراد پخوا په کرېکټ بورډ کې د پرمختيايي چارو مسوول و.

د کابل د کرېکټ په نړيوال لوبغالي کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۲۴) د کرېکټ بورډ رييس شهزاده مسعود وويل له خپلې ژمنې سره سم يې د ازاد رقابت له لارې ډاکټر نور محمد مراد نوى اجرايوي رييس ټاکلى دى.

ښاغلي مسعود وويل د دغې څوکۍ لپاره ګڼ شمېر کسانو وړانديزونه کړي وو، خو دکرېکټ بورډ اړونده کمېسيون له هغوى څخه پنځه کسان غوره کړل او بيا يې د مرکو له لارې، چې د کرېکټ د نړيوالې شورا او بېلابېلو دولتي ادارو استازو په کې ګډون درلود په شفافه توګه ښاغلى مراد وټاکۀ.

شهزاده مسعود وويل دوى داسې کس غوښت چې هم په کرېکټ لوبه پوه شي او هم ښه اداره وکولاى شي.

د کرېکټ بورډ مشر ډاکټر نور محمد مراد د دې وړ وبالۀ چې هم په لوبه ښه پوهيږي او هم ښه اداره کولى شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نوي اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وويل چې دى به د کرېکټ لوبې د ودې او د ښې ادارې لپاره هلې ځلې کوي.

ښاغلي مراد ژمنه وکړه چې په هېواد کې کورني کرېکټ ته وده ورکول، نړيوالې اړيکې، له مرستندويه ادارو سره د اړيکو پياوړې کول او لوبغاړو ته د ښو اسانتياوو برابرول د ده له لومړيتوبونو دي.

ډاکټر نور محمد مراد د کرېکټ بورډ په اداره کې د ظرفيت لوړولو او د ښې ادارې رامنځ ته کولو لپاره هم ټټر وواهۀ.

ښاغلى مراد پخوا په کرېکټ بورډ کې د پرمختيايي چارو مسوول و.

په تېرو څو کلونو کې په پرله پسې ډول د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايوي ریيس بدل شوى دى.

هر نوي راغلي ريس ژمنه کړې چې په کور دننه به د کرېکټ لوبې غواړي ته کار کوي.

د دغې لوبې مينه وال وايي د کرېکټ غوړاوي ته د ښو لوبغاړو له روزلو سره جوخت د يوې باثباتې ادارې شته والى هم مهم دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>