
دا لومړی ځل دی چې د افغان ګونګيانو کریکټ لوبډله له هېواده بهر د هند، سريلانکا، نيپال او پاکستان په څېر لوبډلو سره خپل بخت ازمايي.
د افغانستان او هند د ګونګيانو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ لوبه نن( پنج شنبه د دسمبر ۱۳ )د باران له امله بې پايلې اعلان شوه او هرې لوبډلې ته يوه يوه نومره ورکړل شوه.
دا د ګونګيانو په اسيايي سياليو کې چې د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي د افغانستان لومړۍ لوبه وه.
په دغو يوه ورځنۍ لوبو کې له افغانستان پرته د هند، سريلانکا، نيپال او پاکستان د ګونګيانو کرېکټ لوبډلو برخه اخيستې ده.
دا لومړی ځل دی چې د افغان ګونګيانو کرېکټ لوبډله له هېواده بهر د هند، سريلانکا، نيپال او پاکستان په څېر لوبډلو سره خپل بخت ازمايي.
د اسيا په کچه دغه اتلولي دا ځل د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي چې لومړنی ټورنمنټ يې په هند کې وو.
د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي دغو يوه ورځنۍ لوبو ته يې د ګونګيانو ۱۵ کسيزه کرېکټ لوبډله استولې چې، پنځه روزونکي او اداري پلاوی يې ملتيا کوي.
د کرېکټ بورډ سرپرست اجراييوي مشر بشير ستانکزی وايي د دغې اتلولۍ نورې لوبډلې د کرېکټ ډېره تجربه لري، خو لوبغاړو ته په کتو به افغان لوبډله هم ښه وځلېږي.
د اسيا د ګونګيانو کرېکټ اتلولي د روانې مياشتې په ۱۲مه پيل شوې او د همدې مياشتې په اوولسمه به يې پای لوبه يا فاينل وي، چې هره ورځ به دوه لوبې په کې کېږي.
د دغو سياليو د مهالوېش له مخې هره لوبډله به له بلې لوبډلې سره يوه يوه لوبه کوي او هغه لوبډلې به دويم او دريم پړاو ته لاره پيدا کوي چې خپل سيالان ماتوي.
"د دغو سياليو د مهالوېش له مخې هره لوبډله به له بلې لوبډلې سره يوه يوه لوبه کوي او هغه لوبډلې به دويم او دريم پړاو ته لاره پيدا کوي چې خپل سيالان ماتوي."
دا چې د ګونګيانو د افغان لوبډلې د افهام او تفهيم لپاره له کومو لار اخيستل کېږي ښاغلی ستانکزی وايي له لوبډلې سره يې يو داسې کس استولی چې د اشارې په ژبه په بشپړه توګه پوهیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي تر اوسه يې د کرېکټ اووه بېلابېلې لوبډلې جوړې کړې چې ډېرو يې له هېواد بهر سياليو کې برخه اخيستې ده.
ښاغلی ستانکزی وايي په راتلونکي کال کې په پام کې لري چې د ړندو لپاره هم کرېکټ لوبډله جوړه کړي.
کرېکټ هغه لوبه ده چې په وروستيو کلونو کې يې افغانستان ته ډېرې برياوې ور په برخه کړې او همدا لامل دی، چې ډېر خلک او په ځانګړي ډول ځوانان دغې لوبې ته هڅېدلي دي.
په ټوليز ډول سږ کال افغانستان د سپورټ په برخه کې ښې لاس ته راوړنې لرلې، چې په لندن کې د ۲۰۱۲ کال اولمپيک د ژيړو مډال يې ترټولو لويه لاس ته راوړنه ده.












