
بنګله دېش کې لږ تر لږه داسې ۴۵۰۰ کارځایونه دي، چې په کې تر ۲۰ لکو پورې کارګران بوخت دي.
د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته په څېرمه یوه کار ځای کې د اور لګېدو له امله ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه اور له امله تر سلګونو پورې کسان ټپیان شوي هم دي.
اور د شنبې په شپه د کالیو جوړولو په هغه نهه پوړیزه فابریکه کې ولګېد، چې تزرین فېشن نومیږي او د ډاکې ښار څنډې ته په اشولیا سیمه کې موقعیت لري.
یو شمېر کسانو له اور لګېدو وروسته د فابریکې له کړکیو ځانونه لاندې وغورځول او له همدې امله ووژل شول.
تر اوسه معلومه نه ده چې اور څنګه ولګېد، خو ځايي چارواکي وايي اور د ودانۍ په دویم پوړ کې ولګېد او ډېر ژر په ټوله ودانۍ کې خپور شو.
ویل کېږي، له همدې امله په پاسنیو پوړونو کې موجود کسان ډېر اغېزمن شول.
"موږ د یکشنبې په سهار دویم ځلې لټون پیل کړ، نو د فابریکې په بېلا بېلو پوړونو کې مو جسدونه وموندل."
جنرال ابونعیم محمد شاهدالله
په لومړنیو رپوټونو کې د اور له امله د وژل شویو کسانو شمېر اته تنه ښودل شوی و، خو د سر د ډېر زیان اوښتو معلومات هغه مهال وشو، چې د ودانۍ له اور وژلو وروسته د اطفایې کسان ودانۍ ته ننوتل.
د ډاکې د اطفایې مشر جنرال ابونعیم محمد شاهدالله اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، چې موږ د یکشنبې په سهار دویم ځلې لټون پیل کړ، نو د فابریکې په بېلا بېلو پوړونو کې مو جسدونه وموندل.
بنګله دېش د نړۍ له هغو هېوادونو څخه یو دی، چې د کالیو ګنډلو ډېرې فابریکې لري او اکثر مهال په کې د اور لګېدو له امله د سر دروند زیان اوړي.
د دې اورلګېدو سبب د خوندیتوب اړوند ناسم تدابیر، د برېښنا د مزیو زوړوالی او دغه راز په کوچنیو ودانیو کې د ډېرو کسانو یو ځایي کار کول بلل کېږي.
په ۲۰۱۰ کال کې هم د کالیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له امله ۲۵ تنه وژل شوي وو، چې سبب یې د برېښنا د ناسمو مزیو کارول وو.
په بنګله دېش کې لږ تر لږه داسې ۴۵۰۰ کارځایونه دي، چې په کې تر ۲۰ لکو پورې کارګران بوخت دي.
کالي د دغه هېواد د صادراتو ۸۰ سلنه برخه جوړوي، چې دغه هېواد ورنه هر کال ۲۴ ملیاردو پورې عاید تر لاسه کوي.












