په روسيه کې د تيلو د چاڼولو په يوه فابريکه کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه اته کارګر وژل شوي دي.
د زياتو نورو سوځېدلو کسانو درملنه شوې ده.
پلټونکي وايي اور په فابريکه کې د يوې چاودنې له امله رامنځ ته شوی دی.
په روسيه کې صنعتي پېښې بيا بيا کېږي او د کمزوري مصوونيت سابقه لري.












