
د اوباما په وینا د مېرمن کلینټن فکر، ژمنتیا او د کار کولو څرنګوالی ورته د تایید وړ دي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما ویلي، چې د هیلري کلینټن نوم به د امریکا د بهرنیو چارو د غوره وزیرې په توګه یادیږي.
ویل کېږي، هیلري کلنټن د بهرنیو چارو د وزیري په توګه په لنډه موده کې دنده پرېږدي او پر ځای به یي د سناتور جان کیري ټاکنه تایید شي.
سي بي ایس ټلویزیون سره د یوې ګډې مرکې پر مهال ولسمشر اوباما د مېرمن کلینټن ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نوموړې مهم رول ترسره کړ. د اوباما په وینا:
"د مېرمن کلینټن فکر، ژمنتیا او د کار کولو څرنګوالی ورته د تایید وړ دي."
خو د مرکې پر مهال، په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشرۍ لپاره د مېرمن کلینټن د کاندید کېدو په اړه د پوښتنې ځواب ته دواړو څه ونه ویل.
د ۲۰۰۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې مېرمن کلینټن د دیموکرات ګوند له لوري کاندیده وه، خو باراک او باما د ګوندي ټاکنو پر مهال بریالی شو.
له هغه وروسته ولسمشر اوباما په خپله کابینه کې هغه د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه وګومارله. له سي بي ایس ټلویزیون سره په مرکه کې ولسمشر اوباما وویل، چې له مېرمن کلینټن سره څلور کاله ګډ کار کول د ده لپاره غوره تجربه وه.
"زه او ولسمشر اوباما د خپل هېواد د راتلونکي په اړه جدي فکر کوو."
مېرمن کلینټن
د نوموړي په وینا " هغه به مې ډېره یادیږي، کاش، چې څه نوره موده هم له موږ سره وای"
واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله جین لټل وايي داسې ګومان کېږي، چې د دې مرکې په ترڅ کې داسې اشارې وشوې، چې ګواکې مېرمن کلینټن به د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدې په توګه وړاندې شي.
زموږ د خبریالې په وینا په دې اړه دواړو انکار و نه کړ. په ورته مهال مېرمن کلینټن وویل:
"زه او ولسمشر اوباما د خپل هېواد د راتلونکي په اړه جدي فکر کوو."
دغه مرکه د جمعې په ورځ ثبت شوې وه او د یکشنبې په ورځ خپره شوه.












