
میرمن کلنټن وايي د دغه هېواد د شاوخوا شپتو زرو ديپلوماتانو د خونديتوب مسوليت د دې پر غاړه دی
د امريکا بهرنيو چارو وزيرې منلې چې د ليبيا د بنغازي د تېرې مياشتې په پيښه کې ټوله پړه د هغې پر غاړه ده نه د سپينې ماڼۍ.
تيره مياشت په بنغازي کې د امريکا پر کونسلگرۍ پاريدلو مسلمانانو بريد وکړ چې له امله يې په ليبيا کې د هغه هېواد سفير ووژل شو.
دغه بريد د هغه فلم د خپراوي په تړاو شوى و چې ويل کېږي په کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد (ص) ته په کې سپکاوى شوى و.
دغه څرگندونې له هغې وروسته کېږي چې د بارک اوباما پر ادارې د هغه هېواد د ډيپلوماتانو د نه خونديتوب په اړه نيوکې زياتې شوې، او داسې بريښي چې ميرمن کلنټن په دې توگه هڅه کړې چې د نومبر د شپږمې نيټې د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې د هغو فشارونو کچه راټيټه کړي چې دا مهال ولسمشر بارک اوباما ورسره مخامخ دى.
دا ټيک هماغه نيوکه ده چې د ولسمشر اوباما سيال ميټ رامني د بارک اوباما اداره په بهرني سياست کې ناکاره اداره بولي.
ښاغلي رامني ويلي چې د همدغه ناکام سياست په وجه د امريکا ډيپلوماتان د نړۍ په هيڅ گوټ کې خونديتوب نه لري.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د سي این این ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي چې د هغه هېواد د ديپلوماتانو خونديتوب نه د ولسمشر اوباما کار دى او نه هم د هغه د مرستيال جوبايدن.

"د اوباما د ناکام سياست په وجه د امريکا ډيپلوماتان د نړۍ په هيڅ گوټ کې خونديتوب نه لري"
میت رامني
میرمن کلنټن وايي د دغه هېواد د شاوخوا شپتو زرو ديپلوماتانو د خونديتوب مسوليت چې د نړۍ په گوټ، گوټ کې پر دندو بوخت دي د هغې په غاړه دی. ولسمشر او مرستيال يې له هغو کوچنيو او جزيي پريکړو خبر نه وي چې امنيتي کارپوهان يې نيسي.
پړه او نیوکې
د اوباما ادارې په لومړي سر کې داسې ويلي و چې د امريکا پر کونسلگرۍ بريد لا له وړاندې پلان شوى بريد و او هغه يې د القاعده شبکې د غړو چاره بللې وه.
بله غاړه د امريکا کانگرس د بهرنيو چارو وزارت پړ وگاڼه چې په بنغازي کې د هغه هېواد پر کونسلگرۍ د بريد په اړه يې ځيني مالومات خپاره کړي وو.
تيره اوونۍ د بهرنيو چارو وزارت ځينو چارواکو هم په کانگرس کې وويل چې په بنغازي کې د امريکې د کونسلگرۍ د امنيتي ننگونو په اړه د ديپلوماټانوغوښتنو ته سمه پاملرنه نه وه شوې.
دا رنگه د ښاغلي اوباما او د هغه د سيال ميټ رامني تر منځ په ټاکنيزې مناظره کې جوبايدن د خپل سيال او د ښاغلي رامني مرستيال پل رايان سره برخه واخيسته او يو پر بل يې تندې نيوکې وکړې.
هغه مهال هم جوبايدن ويلي و چې له سپينې ماڼۍ نه د کونسلگرۍ د زيات خونديتوب په اړه ځانگړې غوښتنه نه وه شوې.












